ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وروستۍ جګړې د بلخ د پوهنې پر بهير ناوړه اغېزه کړې

27 Aug 2019 - 15:50
27 Aug 2019 - 15:50

مزارشريف ( پژواک، ۵وږی ۹۸) : په بلخ کې د يو شمېر ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي وايي، چې د وروستيو جګړو له امله ښوونځيو ته د تلونکو زده کوونکو شمېر کې کموالی راغلی دی.

دوی زياتوي، دغه ولايت کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې جګړو زور اخيستی، چې له امله يې دغې چارې پر تعليمي سيستم هم ناوړه اغېزه کړې ده.

د بلخ ولايتي شورا هم په دې تړاو اندېښمنه ده او وايي، چې د روان وضعيت په دوام سره به لا ډېر ماشومان له زده کړو څخه بې برخې پاتې شي.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې د بلخ ولايت په شاوخوا نهه ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي، چې له امله يې په ځينو سيمو کې تعليمي سيستم ته هم زيان اوښتی دی.

چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شورتېپه، بلخ، شولګر، چارکنت، زارع او نهرشاهي هغه ولسوالۍ دي، چې نږدې هره ورځ ترې د جنګ او پېښو راپورونه خپرېږي.

د بلخ ولسوالۍ د سالارزو ښوونځي ښوونکي وحيد ګل زهير پژواک ته وويل، چې بلخ ولايت کې روانو نا امنيو، ښوونځيو ته د زده کوونکو پر تګ راتګ منفي اغېز کړی دی.

هغه خپل ښوونځی د بېلګې په ډول يادوي او وايي، چې په تېره يوه مياشت کې يې ۵۰ فيصده شاګردان کم شوي دي.

د زهير په خبره، په کومو ورځو کې چې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې وي؛ نو ښوونځي رخصت وي.

د هغه په خبره، وضعيت دومره کړکېچن شوی، چې په کومه ورځ جګړه هم نه وي؛ نو ډېری زده کوونکي درسونو ته نه حاضرېږي.

د سالارزو کلي دغه ښوونکي وويل: (( د جنګ په ورځو کې خو ښوونځي داسې وي لکه رخصت؛ خو په کومه ورځ چې نسبتا امنيت ښه وي او زده کوونکي ښوونځي ته راغلي هم وي؛ نو ټول فکر او هوش يې دې کې وي، چې اوس به جګړه وشي او دوی ته به زيان ورسېږي)).

نوموړی د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د جګړې پر مهال دې د ټولګټو بنسټونو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د چمتال ولسوالۍ د مرکزي چمتال لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي عين الله پژواک ته وويل، چې نوموړی په تېره يوه اوونۍ کې يواځې دوه ورځې ښوونځي ته تللی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version