کابل (پژواک، ۱۸وږى ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنلارې په رسمي او غیر رسمي وختونونو کې په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي کارکوونکو ګډون په بشپړه توګه منعه کړی دی.
که څه هم په ټاکنو قانون، کړنلارو او لوایحو کې په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي کارکوونکو ګډون او حضور منعه شوی دی خو په دې وروستیو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ملکي خدمتونو له کارکوونکو غوښتي چې له رسمي ساعتونو او دولتي سرچینو څخه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په ګټه یا زیان استفاده ونه کړي.
د ټاکنو په قانون او ټاکنیزو سیالیو په لایحو کې په ډاګه شوې چې هېڅ دولتي کارکوونکی د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په ګټه یا زیان د فعالیت کولو حق نه لري، خو له څه مودې راهیسې یو شمېر دولتي کارکوونکي د قانون خلاف په ځانګړو کمپایني ناستو کې د ګډون ترڅنګ د ټولنیز رسنیو له لارې هم د ځانګړو نوماندانو په ګټه یا زیان فعالیت کوي.
د ټاکنیزو سیالیو لایحه
د ټاکنیزو سیالیو د تعدیل شوې لایحې د پنځمې مادې په پنځمه فقره کې راغلي چې نوماندان، سیاسي ګوندونه او اېتلافونه باید په ټاکنیزو سیالیو کې د وسله والې قوا منسوبینو، قاضیاتو، څارنوالانو او دولتي کارکوونکو د ګډون زمینه برابره نه کړي.
دغه راز د ټاکنیزو سیالیو د لایحې اوومې مادې په لومړۍ او دویمه فقره کې په ترتیب له دولتي مسوولینو او کارکوونکو غوښتنه شوې چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او اېتلافونو په ګټه یا زیان تبلیغات ونکړي، د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او اېتلافونو اړوند ناستو او مراسمو کې ګډون ونکړي او په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د ټاکنیزو سیالیو په اړوند چارو کې لاس وهنه ونکړي.
د ټاکنو قانون
بلخوا د ټاکنو قانون د ۹۸مې مادې په ۱۳ او ۳۱مه فقرو کې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د دولتي کارکوونکو له خوا د نوماندانو په ګټه یا زیان له دولتي سرچینو، اسانتیاوو او شتمنیو استفاده او هر ډول تبلیغات سرغړونه شمېرل کېږي او سرغړوونکی له ۱۳ مې او ۳۱ مې فقرې څخه د سرغړونې له امله له ۱۰ تر ۸۰ زره افغانیو جریمې په ورکولو مکلف دی.
دغه راز د ټاکنو قانون په ۱۰مه ماده کې راغلي:"هېڅوک نه شي کولای په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او د ځانګړي نوماند په ګټه یا زیان له هر ډول دولتي سرچینو، اسانتیاوو او شتمنیو څخه استفاده منعه ده. د قانون مطابق له دولتي او عمومي سرچینو او اسانتیاوو څخه د ټولو نوماندانو په ګټه برابره استفاده له دغه امر څخه مستثنا ده."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن