ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د کان کیندنې مقررې په عملي کېدو به په دې برخه کې شته تشې له منځه ولاړې شي»

2 Oct 2019 - 08:51
2 Oct 2019 - 08:51

کابل (پژواک،١٠ تله ۹۸): د کانونو وزارت وايي، د کان کیندنې په برخه کې د شته نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره یې تازه مقرره جوړه کړې او د وروستۍ کېدو لپاره یې عدليې وزارت ته استولې ده.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه وزارت د کانونو له نوي قانون سره سم د کان کیدنې د تازه مقررې مسوده جوړه کړې او له نظرغوښتنې وروسته یې د طی مراحل لپاره عدلیې وزارت ته لېږلې ده.

د افغانستان د کانونو نوی قانون د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې تصویب او توشېح شوی دی.

مطفي زیاته کړه، د کان کیندنې په تازه مقرره کې مالي، تخنیکي، د چاپېریال، روغتیا او په استخراجي چارو کې روغتیا او د غیر معیاري کیندنو د مخنیوي برخې شاملې دي.

هغه وویل، دغه مقرره د کانونو قانون عمومي احکامو ته د ځواب، د دغه قانون د ښه تطبیق او په مخکنۍ او د هېواد د استخراجي صنایعو سکتور په ځواب ورکوونکې مقررو کې د شته نیمګړتیاوو د پوره کولو په موخه جوړه شوې ده.

د ده په خبره، د دې مقررې په وروستۍ کېدو به د کان کیندنې برخې شته ستونزې حل او په یاده برخه کې به د داوطلبۍ بهیر هم روڼ کړي.

مطفي وویل، د یادې مقررې مطابق به د کانونو په برخه کې د داوطلبۍ اړوند اسناد، تړونونه او نور د روڼتیا په موخه له رسنیو او خلکو سره شریک کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند زیاته کړه، په دې مقرره کې د داوطلبیو او شرکتونو د لېوالتیا لپاره ځانګړي فارمټونه په پام کې نیول شوي څو له مخې یې ټول داوطلبان د خپلې خوښې تړونونو ته لاس رسی پیدا کړي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې په دې مقرره کې هغه شرکتونو ته چې کانونه د چاودېدونکو توکو په وسیله کني جریمه او جزا په پام کې نیول شوې ده.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت پژواک ته وویل، دغه وزارت ته د مقررې دري متن رسېدلی خو پښتو ته د نه ژباړلو او نورو جزوي ستونزو له امله یې وروستۍ کېدل یو ځل د دغه وزارت د قوانینو کمېټې له خوا رد شوي او ټاکل شوې ده چې دوه ورځې وروسته پرې یاده کمېټه یو ځل بیا بحث وکړي.

د ده په خبره، د دې مقررې مسوده د یادې کمېټې له تایید وروسته کابینې ته استول کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه په ۱۴۰۰ سیمو کې بېلابېل کانونه پېژندل شوي دي.

دغه وزارت په هېواد کې د کانونو ارزښت شاوخوا درې ټرېلیون امریکايي ډالر اټکل کړی دی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version