ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت ته څېرمه نشه يي توکي پلورل کېږي

24 Nov 2019 - 12:05
24 Nov 2019 - 12:05

کندوز (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): د کندوز د ولايتي شورا ځيني غړي او اوسېدونکي ادعا کوي چې د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت ته څېرمه نشه يي توکي پلورل کېږي او پوليس یې د مخنيوي پر ځاى له یادو کسانو پيسې ترلاسه کوي.

خو بل لور ته د کندوز د پوليسو چارواکي دغه څرګندونې ردوي او وايي چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې دوى جدي مبارزه کوي.

په دې اړه د کندوز ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولين او د امنيتي حوزو چارواکي د نشه يي توکو له کاروباريانو پيسې ترلاسه کوي.

هغه په دې اړه کوم سند وړاندې نه کړ خو زياته يې کړه: ((د کندوز ډېرى ځوانان له تابليت کا او نورو نشه يي توکو استفاده کوي، دا هر څه د حوض په کوڅه کې پيدا کېږي او دغه کوڅه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت په دوه سوه مترۍ کې ده.))

دغه راز د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي هم پژواک ته وويل چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې نشه يي توکي په ازاده توګه پلورل کېږي.

هغه وويل: ((د نشه يي توکو د همدغه ازاده خرڅېدو له امله په کندوز کې هره ورځ د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي، موږ له پوليسو غوښتنه کوو چې د نشه يي توکو د کاروبار مخه ونيسي.))

په ورته وخت کې د کندوز ښار يوه اوسېدونکي همايون پژواک ته وويل چې د حوض په کوڅه کې نشه يي توکي په ازاد ډول پلورل کېږي.

هغه وايي: ((هر څه چې دې په کار وي، هلته شته دي، تابليت کا، شراب، چرس هر څه په کې پيدا کېږي خو څوک يې مخه نه نيسي.))

ده وويل چې څو ورځې وړاندې ملګرو يې له همدې کوڅې څو بوتله شراب پېرلي وو.

يادو کسانو تور پورې کړ چې پوليس د نشه يي توکو د کاروبار د مخنيوي پر ځاى له دغو کسانو پيسې ترلاسه کوي نو ځکه يې په ازاده توکه پلوري.

همدارنګه مدني فعال عنايت الله خليق پژواک ته وويل چې په ښار کې په ازده توګه د نشه يي توکو د پلورل کېدو له امله ورځ تر بلې د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي.

هغه وايي: ((ښار او ټولې کوڅې له روږدو کسانو ډک دي، دا ټول د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو غفلت دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version