ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندان: قيصاري تښتېدلى، خو تر نيولو به يې عمليات روان وي

16 Dec 2019 - 15:42
16 Dec 2019 - 15:42

مزارشريف (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٨): د بلخ امنيه قوماندان اجمل فايض وايي چې د نظام الدين قيصاري تر نيولو پورې به عمليات روان وي.

هغه د لېندۍ په ۲۵مه په مزارشريف ښار کې خبريالانو ته وويل چې د قيصاري کور د ځانګړو ځواکونو په ولکه کې دی خو لا هم عمليات په بشپړ ډول پای ته نه دي رسېدلي.

فايض زياته کړه، کره معلومات ور رسېدلي وو چې قيصاري په همدغه کور کې پټ دی خو دا چې څنګه له دغه ځايه وتلی او يا هم د څنګ په کورونو کې پټ دی، په اړه دقيق جزئيات نشته.

امنيه قوماندان د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې قيصاري د بېلابېلو جرمونو او قانون ماتونې دوسيې لري او په خبره يې چې د افغانستان په هره څنډه کې وي، امنيتي ځواکونه به يې نيسي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د قيصاري ۷ ساتونکي وژل شوي، يو ساتونکی يې ټپي دی او ۳۵ ساتونکي يې ژوندي  نيول شوي.

خو تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت سرچينې پژواک ته ويلي وو چې د يو قوماندان په ګډون د قيصاري ١٢ وسله وال وژل شوي

د بلخ امنيه قوماندان وايي چې په دغو عملياتو کې ۲ پوليس هم ټپيان شوي او ملکيانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

فايض دا هم وويل چې د قيصاري له کوره يې لسګونه ميله درنې او سپکې وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

په ورته مهال د جنبش ګوند يوه ارشد غړي ډاکټر نجيب الله هاشمي پژواک ته وويل چې قيصاري روغ دی او تېره شپه د جوزجان ولايت مرکز شبرغان ښار ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه چې جنبش ګوند امنيتي ځواکونو ته د قيصاري په مسئله کې د منځګړتوب وړانديز وکړ خو د مسوولينو له خوا ونه منل شو.

هاشمي زياتوي چې د يادې ستونزې د حل په موخه د جنبش ګوند مرستيال بابر فرهمند تېر ماښام مزارشريف ته سفر کړی و او په بلخ ولايت مقام کې له والي او نورو چارواکو سره په خبرو بوخت و چې د قيصاري په کور بريد زور واخيست او ځانګړي ځواکونه يې کور ته دننه شول.

خو د جنبش ګوند ویاند بشیر ته ینج پژواک اژانس ته وويل چې دوی د قیصاري د ځای په اړه معلومات نه لري.

هغه زیاته کړه، د ډاکټر سید نجیب الله په نوم کوم کس چې مزارشریف کې له رسنیو سره غږېدلی په جنبش ګوند کې کوم موقف نه لري او خبرې شخصي دي.

ته ینج تایید کړه چې قیصاري ژوندی دی، خو دا چې چېرته دی په اړه یې معلومات نه لري.

د بلخ د حوزوي روغتون امر ډاکټر شفيق الله شايق پژواک ته وويل چې د قيصاري پر کور د جګړې له ساحې څخه دغه روغتون يواځې يو ټپي شوی پوليس ور وړل شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، په يادو عملياتو کې ملکيان نه دي ټپيان شوي.

له دې سره د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي وايي چې په دغو دوو ورځنيو عملياتو کې يې پراخ مالي زيانونه ليدلي دي.

د محب الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې درې پوړيز کور يې په مکمل ډول سوځېدلی دی.

هغه په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې وويل: ((نيمه شپه وه، چې يوه کميس کې له کوره ووتم، نور هر څه مې پاتې شول، اوس راغلم چې کور ته ننوتم مکمل سوځېدلی، هېڅ څه روغ نه دی، دربدره شوم، حيران يم چې اوس به څه کوم.))

نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه چې د عامو خلکو د کورونو په منځ کې يې درنې وسلې کارولي او حتی له الوتکو څخه يې کار اخيستی دی.

د پنځمې ناحيې د پغمانيانو سيمې يوه قومي مشر حاجي محمد جان پژواک ته وويل چې د قيصاري د کور شاوخوا د عامو خلکو کورونه هغه مهال وسوځېدل چې الوتکو ډزې پيل کړې.

د هغه په خبره، حکومت بايد له عملياتو وړاندې لږ تر لږه خلکو ته خبر ورکړی وای چې سيمه يې تخليه کړې وای.

نوموړي زياته کړه چې حکومت بايد ژر تر ژره هغو خلکو ته چې کورونه يې سوځېدلي تاوان ورکړی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version