ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قيصاري: دوستم او نورو راته دسيسه جوړه کړې، تر مرګه به تسليم نه شم

15 Dec 2019 - 12:12
15 Dec 2019 - 12:12

مزارشريف (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې له تېرې شپې راهيسې د نظام الدين قيصاري د نيولو عمليات روان دي.

تېره ورځ پوليسو لومړی د مزارښار په زراعت کارته کې د قيصاري د يوه قوماندان کور کلابند کړ او له يو ساعته کلابندۍ وروسته يې د قيصاري ۱۵ وسله وال بې وسلې کړل.

د يادو عملياتو په تعقيب پوليسو تېره شپه شاوخوا يوه بجه د مزار ښار په پنځمه ناحيه کې د قيصاري  پر کور او قرار ګاه عمليات پيل کړل چې لا هم (له غرمې مخکې يوولس بجې) روان دي.

د دغو عملياتو په لړ کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم اورېدل کېږي چې پوليس او د قيصاري وسله وال پر يو بل ډزې کوي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د لېندۍ په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نظام قيصاري د نيولو عمليات يې د محکمې په حکم پيل کړي دي.

نوموړی وايي چې تېر ماښام پوليسو د مزار ښار په زراعت کارته کې د قيصاري پنځلس وسله وال بې وسلې کړل او يو غصب کړی کور يې له هغوی را وګرځاوه.

هغه زياته کړه چې قيصاري په قتل، غلاوو، ناقانونه کړنو او د نامسوولو وسله والو پر درلودو تورن دی.

عادل زياتوي چې قيصاري په خپل کور کې ډېر ناقانونه وسله وال ځای پر ځای کړي چې له پوليسو سره پرې مقاومت کوي.

د نوموړي په وينا، د قيصاري د نيولو پر ضد په دغو عملياتو کې د بلخ د امنيې قومانداني، د پوليسو ځانګړې قطعه، ملي اردو او د مزار ښار ګارنيزيون برخه اخيستې ده.

هغه وايي چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه د دوی عمليات ورو روان دي.

په ورته مهال د کورنيو چارو وزارت يوې باوري سرچينې پژواک ته وويل چې د قيصاري په کور کې ۲۱۰ کسان دي چې ۱۲۰ يې پر وسلو سمبال دي.

بلخوا د بلخ ولايتي شورا رييس افضل حديد پژواک ته وويل چې د نظام الدين قيصاري د نيولو عمليات د محکمې په حکم پيل شوي دي.

هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو مال او ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د حديد په خبره، ياده موضوع هېڅ ډول سياسي اړخ نه لري، دا د امنيتي ځواکونو مسووليت دی چې قانون پلی کړي.

د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل چې ټوله شپه يې د جګړې له امله خوب نه دی کړی.

هغه زياتوي چې د دواړو لورو په متقابلو ډزو کې يې د کور ښيښې ماتې شوې دي.

د مزارشريف دغه اوسېدونکي وويل چې تېره شپه دوه بجې یې د خپلې کورنۍ غړي د پوليسو په همکارۍ له ساحې ايستلي او خوندي ځای ته يې لېږدولي دي.

صديق الله پر پوليسو نيوکه کوي چې په دې ساحه کې د قيصاري د وسله والو له ځای پر ځای کېدو مخکې يې بايد اقدام کړی وای.

له دې سره په خپل کور کې کلابند نظام الدين قيصاري له پژواک سره خبرو کې وويل چې د ده د نيولو اقدام سياسي اړخ لري.

نوموړی زياتوي، هېڅ ګناه يې نه ده کړې او د جنرال دوستم او عطامحمد نور له خوا د يوې دسيسې په پايله کې نيول کېږي.

قيصاري په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې ۴۰ ساتونکي ورسره دي او تر مرګه به تسليم نه شي.

خو جنرال دوستم او عطامحمد نور ته نږدې سرچينې وايي چې دوی په دې قضيه کې ښکېل نه دي او دغه اقدام په امنيتي ځواکونو پورې تړاو لري.

د جنبش ګوند وياند بشير تينج پژواک ته وويل، دغه ګوند هڅه کوي چې د قيصاري او امنيتي ځواکونو په موضوع کې منځګړتوب وکړي او ياده ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

نظام الدين قيصاري په فارياب ولايت کې د جنرال دوستم نظامي قوماندان و چې پر غلاوو، وژنو او د ناقانونه وسله والو په درلودو تورن دی.

قيصاري په مزارشريف کې د اوسېدو پر مهال هم پر ناقانونه کړنو او د ځمکو په غصب تورن شوی وو.

څو ورځې وړاندې د هغه پلويانو د مزار – شبرغان لويه لار هم د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.

هماغه مهال کورنيو چارو وزارت ويلي وو، چې د نظام قيصاري په اړه ورته شکايتونه رسېدلي دي.

نظام الدين قيصاري څوک دی؟

پنځوس کلن قيصاري د فارياب د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکى دى، په لومړيو کلونو کې يې بڼوالي او سوداګري کوله او له ۱۳۹۰ لمريز کال راهيسې يې سيمه ييزو پوليسو کې د مرستيال قوماندان په توګه فعاليت درلود.

هغه څو کاله مخکې ولسي پاڅون پيل کړ چې شاوخوا درې سوه کسان ورسره يوځای شول او بيا د قيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان وټاکل شو.

د دې ترڅنګ له څلور کلونو راهيسې په فارياب ولايت کې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم ځانګړی استازی هم دی. تېر کال چې حکومتي ځواکونو په فارياب کې د هغه د نيولو لپاره عمليات وکړل، نو دوستم يې ننګه وکړه او پر ضد يې پراخ لاريونونه وشول، خو قيصاري ونيول شو او کابل ته راوړل شو، خو له سياسي معاملې وروسته بېرته خوشی شو.

له تېرو ولسمشريزو ټاکنو مخکې هغه لومړى له دولت ساز ټېم سره يو ځاى، خو وروسته له بل کانديد رحمت الله نبيل سره يو ځاى شو. قيصاري اوس له دوستم سره کلک مخالفت لري او هغه تورنوي چې د ده پر نوم يې سوداګري کړې ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version