ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو په مزار شريف کې دقيصاري د نيولو لپاره عمليات پيل کړي

15 Dec 2019 - 09:01
15 Dec 2019 - 09:01

امنيتي ځواکونو په مزارشريف کې د قيصاري د نيولو په موخه عمليات پيل کړي

مزار شريف (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٨) : د بلخ ولايت امنيه قومانداني وايي چې امنيتي ځواکونو له تېرې شپې راهيسې د خپلسري وسله وال قوماندان نظام الدين قيصاري د نيولو لپاره عمليات پيل کړې دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات تېره شپه د ښار د پنځمې حوزې اړونده د عزيز اباد په سيمه کې چېرې چې د قيصاري کور دى، پيل شوي  دي.

قيصاري چې په مزارشريف ښار کې پر زورواکۍ او خپلسرۍ تورن دى، عادل شاه وايي چې عدلي او قضايي ارګانونو پوليسو ته د هغه د نيولو امر کړى دى.

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د قيصاري په کور کې ٢١٠ کسان پټ دي چې ١٢٠ يې وسله وال دي او د امنيتي ځواکونو پر ضد مقاومت کوي.

بلخوا د امنيې قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستيو کې د قيصاري اړوند غير مسووله وسله والو  په مزار شريف ښار کې د ګډوډيو، بې بندوبارۍ، باجګيرۍ او د عامه نظم او امن د اخلال لامل شوي وو.

سرچينې زياته کړې، په همدې موخه عدلي او قضايي ارګانونو د قيصاري او د هغه د وسله والو د نيولو امر کړى دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، کله چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د عدلي ارګانونو د حکم د عملي کولو لپاره د قيصاري کور محاصر کړ او له هغه يې وغوښتل چې تسليم شي، هغوى پر وسله وال مقاومت لاس پورې کړ او له امنيتي ځواکونو سره يې نښته پيل کړه.

سرچينې زياته کړې، په سيمه کې دا نښته د شپې له دوولسو بجو پيل شوې او اوس هم (دسهار اته نيمې بجې) دوام لري.

د بلخ امنيه قومانداني وايي، د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د قانون د حکم عملي کولو ته ژمن دي او ډېر ژر به قيصاري او د هغه وسله وال د قانون منګولو ته وسپارلي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ټوله شپه يې د ډزو غږونه اورېدلي او برېښنا هم پرې شوې وه.

نظام الدين قيصاري څوک دی؟

پنځوس کلن قيصاري د فارياب د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکى دى، په لومړيو کلونو کې يې بڼوالي او سوداګري کوله او له ۱۳۹۰ لمريز کال راهيسې يې سيمه ييزو پوليسو کې د مرستيال قوماندان په توګه فعاليت درلود.

هغه څو کاله مخکې ولسي پاڅون پيل کړ چې شاوخوا درې سوه کسان ورسره يوځای شول او بيا د قيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان وټاکل شو.

د دې ترڅنګ له څلور کلونو راهيسې په فارياب ولايت کې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم ځانګړی استازی هم دی.

تېر کال چې حکومتي ځواکونو په فارياب کې د هغه د نيولو لپاره عمليات وکړل، نو دوستم يې ننګه وکړه او پر ضد يې پراخ لاريونونه وشول، خو قيصاري ونيول شو او کابل ته راوړل شو، خو له سياسي معاملې وروسته بېرته خوشی شو.

له  تېرو ولسمشريزو ټاکنو مخکې هغه لومړى له دولت ساز ټېم سره يو ځاى، خو وروسته له بل کانديد رحمت الله نبيل سره يو ځاى شو.

قيصاري اوس له دوستم سره کلک مخالفت لري او هغه تورنوي چې د ده پر نوم يې سوداګري کړې ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version