ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان کال په هلمند کې ۱۹۲۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

1 Feb 2020 - 15:50
1 Feb 2020 - 15:50

لښکرګاه (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٨): په هلمند کې د بشري حقونو کمېسيون وايي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د څه باندې اووه سوه ماشومانو په ګډون ١٩٢٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په یاد ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر رييسې عفيفې معروف د سلواغې په ١٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې په دغه ولايت کې يو ځل بيا ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغې وويل چې په ياده موده کې د هوايي بريدونو، چاودنو، مخامخ جګړو او نورو پېښو له امله په دغه ولايت کې ١٩٢٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ٧٢٢ يې ماشومان دي.

نوموړې په ياده مرګ ژوبله کې د وژل شوو او ټپيانو کره شمېره په ډاګه نه کړه او ويې ويل چې په دې اړه اوس معلومات نه لري.

دې زياته کړه: ((په جګړه کې په دومره لوړه کچه ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل موږ ډېر انديښمن کړي يو.))

عفيفه معروف وايي چې د جګړو د اصولو نه مراعاتولو له امله ملګي وګړو ته په لوړه کچه مرګ ژوبله اوړي.

هغې د جګړې پر ښکېلو لورو ټينګار وکړ چې د جګړې اصول مراعات او د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه راز په مرکز لښکرګاه کې مدني فعال عبدالحق ځواکمن پژواک ته وويل چې تر ډېره د هوايي بريدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

ده وويل چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده.

په ورته وخت کې د هلمند د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي ١٨ کلن قدرت الله پژواک ته وويل: ((څلور کاله وړاندې مې په سنګين د لوبو پر مهال د يو ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.))

نوموړى وايي چې معلوليت يې ژوند تريخ کړى او د نورو معلولينو په شان مايوسۍ شپې ورځې تېروي.

ده وويل: ((که جګړه نه واى، ماينونه نه واى، زه به هم اوس روغ وم او د نورو په شان به مې عادي ژوند کاوه.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version