ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونډو او يتیمانو سرپرست ماشوم: موږ سوله غواړو

7 Mar 2020 - 13:52
7 Mar 2020 - 13:52

فېروزکوه (پژواک، ۱۷ کب ٩٨): ۱۲ کلن احمد ضیا چې د خپل پلار او درېیو ترونو له وژل کېدو وروسته د ۳۰ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده، وايي، یوازې سوله کولای شي هغه درد چې جګړې ورکړی، ټکور کړي.

احمد ضیا د غور د مرکز په شمال ختیځ کې د پراته قطس کلي اوسېدونکي دی چې اوس یې له مور، نیا، د ترونو له ښځو، وروڼو، خویندو او د تره له ماشومانو سره په یوه کور کې د ژوند په لومړنیو وسایلو شپې ورځې تېروي.

هغه له زرګونو افغان ماشومانو یو دی چې په هېواد کې د روانې ۴۰ کلنې جګړې تریخ خوند یې لیدلی، پلار او درې ترونه یې په جګړو کې له لاسه ورکړي او اوس د ۳۰ کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي.

احمد ضیا چې تر اوسه ۱۲ کلن دی او منځنۍ ونه لري، د دې پر ځای چې د نورو ماشومانو په څېر سهار ښوونځي ته ولاړ شي او د ورځې نور ساعتونه له همځولو سره په لوبو تېر کړي، تر ډېره پر دې فکر دی چې څه ډول کولای شي پر خپلو څلورو خرو امنیتي سرتېرو ته اوبه ورسوي.

نوموړی هره ورځ په خپله سیمه کې د امنیتي سرتېرو پوستې ته چې څو کیلومتره لرې پرته ده، پر خرو اوبه ور لېږدوي.

د پژواک خبریال یو سهار د دغه خبر جوړولو لپاره قطس کلي ته ولاړ او د فېروزکوه تر ښاره د ۱۲ کیلومتره فاصلې له وهلو وروسته د همدې ورځې پر ماسپښین یاد کلي ته ورسېد چې احمد ضیا په کې د خپلې کورنۍ له ۳۰ غړو سره یو ځای په یو خټین څلور اتاقه کور کې ژوند کوي.

د پژواک خبریال وايي چې تر اوسه یې د احمد ضیا کور ته د داخلېدو اجازه نه وه ترلاسه کړې چې د یو شمېر ماشومانو غالمغال یې حویلۍ ته پام ډېر کړ.

انګړ ته په ننوتو مې یو شمېر ماشومان د برنډې پر سر ولیدل، د یادو ماشومانو خوا ته ورغی او د څو ثانیو لپاره له هغوی سره پاتې شو.

که څه هم د دغو ماشومانو په څېرو کې چې زړې جامې اغوستې وې، د ژمي سړې ورځې او شپې یې تېرې کړې او ټول د احمد ضیا خپلوان وو، د غم او نا امیدۍ نړۍ لیدل کېده خو هر یوه پر سلام او ماشومانه خندا زه د کور یوه اتاق ته داخل کړم.

د احمدضیا له خوا د کور یوه اتاق ته رهنمايي شوم او د دې کورنۍ د نیا بي بي ګل خبرو ته کېناستم؛ هغې په داسې حال کې چې له خپلو څلورو کونډو نګندو او لمسیانو سره په داسې اتاق کې ناسته او پر پښو یې کمپله پرته وه چې د ګرمولو هېڅ وسیله یې نه لرله، وویل: ((څلور زامن مې چې د بزګرۍ ترڅنګ یې په ولسي پاڅون کوونکو کې دندې ترسره کولې، په جګړه کې وژل شوي دي.))

یادې سپین سرې چې خپل لړزانده لاسونه یې د کوچني لسمي پر سر تېرول او خپلو څلورو کونډو نګندو ته یې کتل، په زړغوني غږ وویل: ((د زامنو عمر مې ډېر نه وو، د چیني کاسو په څېر یو په بل پسې مات او ټوټې ټوټې شول او پر یوه عجیب طوفان یې زموږ د ژوند خوږې او خوشالۍ وروسته له هغې یووړې چې په نګندو کې د بدبختۍ تیاره څادر وغوړېد او لمسیان مې بې پلاره شول.))

د بي بي ګل په خبره، مشر زوی مې د روان کال د تلي په لسمه کور ته د راتګ پر مهال په یوه راکټي برید کې ووژل شو خو د دغه زوی د مرګ دوه ورځې نه وې تېرې شوې چې درې نور زامن مې د طالبان په یوه ماین ووژل شول.

بي بي ګل چې ۶۵ کاله عمر لري او تور زوړ څادر یې پر سر دی په داسې حال کې چې د خبرو توان یې ورو ورو له لاسه ورکولو له څو دقیقو چوپتیا وروسته وویل، طالبان د دوی د کلي په څو برخو کې ماینونه ځای پر ځای کړي وو او له امله یې د دې د درېیو زامنو په ګډون یو شمېر کلیوال ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

دې غمځپلې مېرمنې د خپلو زامنو هغه انځور ته چې د لمسي په لاس کې یې وو، اشاره وکړه او ویې ویل، دغه نامردو له خپلې دندې دوه ورخې رخصت اخیستی و او کله چې د خپلې ځمکې د نخودو حاصلاتو د راټولولو لپاره کروندې ته تتلل د طالبانو له خوا په یوه ځای پر ځای شوي ماین برابر او په دې چاودنه کې ووژل شول.

هغې چې په دردناکه اه او ټوخي یې خبرې قطع کړې خو په خندا یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او زیاته یې کړه، خاوند یې هم شاوخوا ۲۵ کاله مخکې په یوه راکټي برید کې وژل شوی او د څلورو زامنو دروند مسوولیت یې د دې پر غاړه پرېښود.

دغه غم ځپلې مور چې ډېری عمر یې د څلورو اولادونو په روزنه کې تېر کړي او اوس یې د لمسیانو روزنه ور له غاړې ده، مشر لمسي احمدضیا ته په اشاره وویل: ((زموږ د کور تر ټولو لوی کس دا دی، دغه ماشوم په خپل خام عمر کې کار کوي او د مزدورۍ په پیسو یې موږ ژوند تېروو.))

احمد ضیا په داسې حال کې چې نور وروڼه، خویندې او د کاکا اولادونه یې په همدې اتاق کې ورسره ناست دي او زموږ خبرو ته تعجیب ګوري دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د ورځې څومره مزدوري کوې او څومره عاید ترلاسه کوي چې له لارې یې د دې لویې کورنۍ ستونزې حلوي؟ وویل: ((کله مې چې پلار او ترونه ووژل شول، ډېر مې وژړل، خو مور او نیا مې راته وویل چې اوس د کور سرپرست ته یې.))

احمدضیا زیاته کړه، هره ورځ په خپلو څلورو مرکبو د شاوخوا څلور کیلومتره فاصلې تر وهلو وروسته د امنیتي سرتېرو پوستې ته د څښاک اوبه وړي او هره میاشت ورته څلور زره افغانۍ مزدوري ورکوي.

دغه ۱۲ کلن ماشوم د کور په کنج کې ژېړو بشکو ته په اشاره وویل: ((د ورځې نهه بجې بشکې په خپلو مرکبونو تړي او د اوبو راوړلو په موخه د «سرترقیدې کوتل» ته د اوبو راوړلو لپاره ځم، دېری وخت د ورځې یوه بجه امنیتي پوستې ته د څښاک اوبه رسوم.))

هغه چې تور پیراهن یې پر ځان دی او د هوا د یخنۍ له امله یې مخ سور شوی وویل: ((له میاشتي مزدورۍ یې یوه بوجۍ وریجې، یوه اندازه غوړي، بوره او چای اخلي او د کورنۍ نور مصارف د دې کورنۍ د ښځو له مزدورۍ چې د امنیتي سرتېرو جامي مېنځي پوره کوي.))

د هغه په وینا، په هغه سیمه کې واکمن امنیتي ځواکونه، خپلې جامې د مینځلو لپاره د دوی کورونو ته واستوي او له هرې جوړې جامو مینځولو څخه ۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

احمد ضیا چې تر شپږم ټولګي یې زده کړې کړې؛ خو د پلار او تره له مړینې وروسته د ښوونځي پرېښودو ته اړ شوی، دا چې د کور خرڅې او مسوولیت ورپه غاړه دی، وویل: ((غواړ درس ووایم او لوړې زده کړې ولرم او په راتلونکي کې ډاکتر شم؛ ځکه د پلار مې یوه دا وه چې په طب څانګه کې زده کړې وکړم.))

هغه هم د خپلې کورنۍ د مشر په توګه د خپلې کورنۍ د نورو ماشومانو لپاره د زده کړې په اړه اندېښمن دی او له حکومت غواړي چې د هغه او نورو ماشومانو لپاره چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د زړه کړې زمینه برابره کړي.

دغه ۱۲ کلن ماشوم د خپل او د هېواد د ټولو ماشومانو د ژوند د ستونزو لامل جګړه او په هېواد کې ناامني بولي؛ او وایي: ((پلار اوترونه مې ټول د جنګ قربانیان دي.))

نوموړي د خپلې کورنۍ وړو او غټو ماشومانو ته په اشاره وویل: ((که جګړه نه وای، زموږ ټولو پلرونه به ژوندي وو، زموږ ټولو غوښتنه سوله ده؛ ځکه چې جګړه تباهي راوړي او زما غوندې هلکان بې پلاره کوي.))

خو یوازې د دې کورنۍ ماشومان نه دي چې د جګړې او ناامنو تریخ زهر یې څکلي، بلکي د افغانستان په ۴۰ کلنه جګړه کې په سلګونه ماشومان د پلرونو له مینې محروم شوي او د یتیموالي تریخ زهر یې څکلي دي.

د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په سلګونه ماشومان د کورنیو د سرپرست د نه شتون له امله اړ شوي چې درانه کارونه وکړي او د ماشومتوب دورې له مزو محروم شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version