ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروې: تر نیمایي ډېر کسان ناوړه حکومتولي د سولې پر وړاندې خنډ ګڼي

18 Mar 2020 - 17:26
18 Mar 2020 - 17:26

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): سروې ښیي چې تر نیمایي ډېر کسان ناوړه حکومتولي د سولې خنډ ګڼي، ۷۵ سلنه خلک باور لري چې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې به سوله راولي او تر نیمایي ډېر کسان وایي، طالب مشرانو چې د سولې تړون لاسلیک کړى، نور طالب وسله وال یې مني.

دغه راز دغه نوې تر سره شوې سروې ښیي چې له هرو لسو تنو درې، اقتصادي لاملونه له وسله والو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو سره د ځوانانو د یو ځای کېدو لامل بولي، له هرو پنځو تنو څلور باور لري چې افغان حکومت د سولې راوستو ته سیاسي اراده لري، له هرو پنځو تنو درې وایي باور لري چې طالبان د سولې راوستو ته سیاسي اراده لري او له هرو لسو کسانو څلور وایي چې د سولې خبرو کې حکومت کولای شي د هغوی د ګټو استازیتوب وکړي.

طالبانو او د امریکا متحده ایالتونو د روانې کب میاشتې په لسمه قطر کې له اوږدو خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړه. د دغې هوکړې له مخې باید د سولې بین الافغاني خبرې د کب په شلمه پیل او له بین الافغاني خبرو مخکې ۵۰۰۰ طالب بندیان او زر تنه د دولت بندیان خوشي شوي وی، خو د ولسمشر غني د فرمان له مخې به طالب بندیان د یو زماني جدول له مخې په دې شرط خوشي کیږي چې بیا تاوتریخوالیو ته مخه نه کړي.  طالبانو ټینګار کړي چې زندانیان باید له امریکایانو سره د هغوی د سولې هوکړې سره سم خوشي شي.  

صلاح مجتمع (کانسرسیوم) چې له شپږو مدني ټولنو (د افغانستان د ښځو تعلیمي مرکز، د سولې او پیوستون همکارۍ دفتر، د سولې او ډیموکراسۍ موسسه، د سولې د څېړنې زده کړې مرکز، سنايي پراختیايي موسسه، او د اړیکو دفتر) جوړه ده، د سولې په اړه له نږدې ۶۴۴۸  کسانو سره مرکې کړې دي.   

د بشپړ راپور د لوستلو لپاره دلته کېکاږئ

د یادې سروې د ډلې مشر محمد عثمان طارق نننۍ غونډې ته وویل چې دغه سروې د روان کال لیندۍ میاشتې له ۲۵ مې د مرغومي تر ۱۰ مې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د هانریچ بول بنسټ (Heinrich Boll Stiftung) په مالي مرسته تر سره شوې، چې موخه یې د سولې په پروسه کې د افغانانو غږ منعکس کول دي.

د سولې په لار کې خنډونه

 د سروې د پایلو له مخې، په چارت کې له ښودل شویو مواردو سربېره، اداري فساد، د قانون نه حاکمیت او د نشه يي توکو مافیا هم د دوامدارې سولې په لار کې خنډونه دي.  

د صلاح کانسرسیوم په ۱۳۹۷ کال کې هم ورته سروې کړې وه.  

سرچینه لیکي چې داعش تېر کال ۳۲ سلنه او سږ ۱۱ سلنه د سولې په لاره کې خنډ دی، خو په همدې برخه کې د بهرنیو ځواکونو شتون له ۱۴ سلنې څخه ۸ سلنې ته راښکتنه شوی او د ګاونډیو هېوادونو سلنه له ۹ سلنې ۱۱ سلنې ته لوړه شوې ده.

د طالبانو او امریکایانو د سولې هوکړې له مخې باید د سولې بین الافغانی خبرې د روانې میاشتې په شلمه پیل وی، خو تر اوسه په داسې حال کې دا کار نه دی شوی چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو د اعلان له مخې محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو، خو عبدالله عبدالله چې له غني وروسته یې په ټاکنو کې ډیرې رایې لرلې، دغه پایلې ونه منلې او د «ټولشموله دولت» د ولسمشر په توګه یې ځان اعلان کړ. د راپورونو له مخې دغه سیاسي کړکیچ کېدای شي یو له هغو لاملونو وي چې تر اوسه د بین الافغانی خبرو لپاره حکومت پلاوی نه معرفي کړی.

د دولت له وسله والو مخالفینو سره د ځوانانو د یو ځای کېدو لاملونه

د سروې پایلې ښیي چې ۲۸ سلنه اقتصادي لاملونه د دولت له وسله والو مخالفینو سره د ځوانانو د یو ځای کېدو تر ټولو ستر لامل دی. دغه راز پایلې ښیي چې ۱۳ بې روزګاري د دغې چارې لامل شوی. په اصل کې بې روزګاري هم اقتصادي ستونزه ده او که دغه دواړه سلنې سره یو ځای شي، نو ښیي چې  ۴۱ سلنه ځوانانو د اقتصادي ستونزو له مخې یادو ډلو ته مخه کړې ده.  

د سولې لپاره د حکومت او طالبانو سیاسي اراده

 

 له سروې څخه جوړ شوي راپور کې راغلي چې ۷۹ سلنه خلک ډېر او یا هم تر یوه حده د سولې لپاره د حکومت پر سیاسي ارادې باور لري، خو په دې تړاو د طالبانو سیاسي ارادې په اړه بیا له ۶۳ سلنه څخه لږ خلک باور لري.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې نږې ۶۱ سلنه خلکو ویلي چې د سولې په برخه کې د حکومت رول ډېر مهم دی. خو له ۳۲ سلنه څخه لږ کسان بیا په دې باور دي چې له طالبانو سره په خبرو کې د حکومت رول مهم نه دی.

 

د زونونو ترمنځ د طالبانو سیاسي ارادې په هکله ډېر توپير موجود دی؛ ځکه چې د راپور له مخې په سوېل غرب زون کې ۸۱ سلنه، په شرق زون کې ۷۵ سلنه، په مرکزي زون کې ۳۱ سلنه، په شمال غرب کې ۴۳ سلنه خلکو په دې اړه باور څرګند کړی.

د سولې مخامخ خبرې

 

 په سوېل غرب زون کې له ۸۶ سلنه څخه زیاتو خلکو ویلي چې د سولې مخامخ خبرې به پايله ولري، خو په دغه زون کې ۳۶ سلنه خلکو بیا ویلي چې د سولې مخامخ خبرو پر پایلو باور نه لري او یا په دې اړه نه پوهیږي.

د طالب مشرانو پرېکړه به نور طالبان ومني؟

تر نیمايي ډېرو (۵۵ سلنه) خلکو ویلي باور لري چې د سولې ممکنه تړون به د طالبانو د ټولو ‌ډلو له خوا ومنل شي. خو ۳۱ سنله بیا ویلي چې یوازې په قطر کې مېشت طالبان به یې ومني، خو ۱۴ سلنه ویلي چې د سولې تړون به یوازې د کویټې شورا تر امر لاندې طالبان ومني.

څوک د سولې خبرو کې د خلکو استازیتوب کولی شي؟   

 د سروې له ګډونوالو نږدې ۳۹ سلنه دولت، ۱۵ سلنه د جګړې قربانیان، ۱۳ سلنه مدني ټولنې، نهه سلنه سیاسي ګوندونه، لس سلنه ښځې، ۷ سلنه دیني عالمان او قومي مشران او ۷ سلنه ځوانان د سولې په خبرو کې د هغو د ګټو استازیتوب کولای شي.

د سولې خبرو د اجنډا لپاره د خلکو وړاندیزونه

په راپور کې راغلي چې ۳۳ سلنه اوربند، ۱۵ سلنه د ښځو او ماشومانو حقونه، ۹ سلنه دوامداره سوله، ۷ سلنه د خلکو غوښتنو ته ارزښت ورکول، ۶ سلنه د امنیت ټینګښت،۵ سلنه د بریالیو خبرو لپاره د حکومت او طالبانو ژمنه، ۴ سلنه د هېواد د پرمختیا پر ستراتېزي بحث، ۲ سلنه د بندیانو خوشې کول، یو، یو سلنه د سیمې په اقتصاد او سیمه ییزو فعالیتونو کې د افغانستان ونډه او پر اساسي قانون بحث د سولې د بین الافغانی خبرو د اجنډا لپاره وړاندیز کړي دي. 

د سروې له مخې جوړ شوی راپور ښيي چې د ۹۳ سلنه ځواب ویونکو هیله دا ده چې دایمي اوربند وشي.

څه له لاسه ورکړو؟

۱۳ سلنه خلکو ویلي چې د سولې لپاره دې ټاکنې له لاسه ورکړو، خو ۷ سلنه ویلي چی جمهوري نظام دې له لاسه ورکړل شي، ۳۶ سلنه خلکو بیا ویلي چې دوی نه غواړي جمهوري نظام، ټاکنې، بشري حقوق، ټولنیزعدالت، د بیان ازادي او نورې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

د سولې لپاره ستراتېژي

۱۵ سلنه خلکو ویلي چې د سولې راوستلو لپاره یوه ښه ستراتېژي دا ده چې ښه حکومتولي رامنځته شي او ۱۴ سلنه خلک بیا په دې باور دي چې د قانون حاکمیت او مساوي حقونو مسئله د پام وړ ده.

۲۴ سلنه خلک غواړي چې ګاونډي هېوادونه د وسله والو ډلو ملاتړ بند کړي، ۱۹ سلنه هیله لري چې ګاونډي هېوادونه وسله والو ډلو ته پناه او ځای ور نه کړي.

له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او اسلامي تعاون کنفراس څخه هیلې

د سروې له مخې، ۳۸ سلنه خلکو هيله څرګنده کړې چې دغه بنسټونه دې له افغانستان څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي او ۳۰ سلنه خلکو بیا ویلي چې دغه ادارې دې هڅه وکړي چې افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی ختم شي.

دغې ناسته ته د سولې او ډیموکراسۍ موسسې مشرې فروزان رسولي وویل، پخوا فکر کېده چې د سولې په برخه کې یوازې له مرکز کابل څخه د ښځو او مدني ټولنو نظریات اخیستل کېدل، خو اوس دغې سروې وښوده چې د هېواد په هره برخه کې خلک لیوالتیا لري چې د سولې په برخه کې نظرونه شریک کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version