کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹) : په جرمني او بریتانیا کې هم سلګونو افغانانو د ایران له خوا پر افغانانو د ظلمونو په غبرګون کې لاریونونه وکړل.
د ایران پر ضد په افغانستان او ګڼ شمېر اروپایي هېوادونو کې دا لاریونونه وروسته له هغه پیل شول، چې په ایران کې پر افغانانو ظلمونه زیات شول، یوه ډله افغانان یې سیند کې وغورځول او د ایراني ځواکونو له خوا پر یوه موټر ډزو سره یې څو تنه نور افغانان ووژل او وسوځول.
په بریتانیا کې مېشتو ګڼ شمېر افغانانو نن یکشنبه په لندن کې د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړ او ددغه هېواد پر ضد یې شعارونه ورکول.
د محمد الیاس په نامه یو تن افغان چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی و، پژواک اژانس ته وویل چې نړیواله ټولنه باید د ایران پر ضد جدي اقدامات وکړي.
د لاریون ګډونوالو په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو وژنه او ورسره کېدونکی چلند وغانده او پرایران یې د زیاتو بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه.
په جرمني کې مېشت یوتن افغان سنګریار پژواک اژانس ته وویل چې نن هلته هم سلګونو افغانانو د ایران پر ضد لاریون وکړ او د هغوی کړنې یې وغندلې.
هغه چې ددې لاریون یو له تنظیموونکو څخه دی وایي چې دوی په څو ژبو یو پرېکړه لیک هم جوړ کړی او سبا به یې هلته د جرمني حکومت او نورو نړیوالو ادارو ته وسپاري.
د یادونې ده چې پرون په فرانسه او ګڼ شمېر نورو اروپایي هېوادونو کې هم افغانانو د ایران ضد لاریونونه کړي وو.
ایران په افغانستان کې پر ترسره شویو لاریونونو اعتراض کړی او د افغانستان سفیر یې احضار کړی و.
خو د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال نن ویلي چې ګاونډیان دې له نړیوالو اصولو سره سم له افغانستان سره چلند وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن