ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښاروالي د صفایي ټکس نه ورکړې له امله هر کال ۱۳۶ میلیونه افغانۍ زیان ویني

30 Jun 2020 - 22:17
30 Jun 2020 - 22:17

جلال اباد (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): پژواک خبري اژانس ته د رسېدلو اسنادو له مخې، جلال اباد ښاروالۍ ته ۷۰ سلنه ښاریان د صفایي ټکس نه ورکوي چې له امله یې یادې ادارې همدا تېر کال لږ تر لږه ۱۳۶ ميليونه افغانۍ زیان کړی دی.

د جلال اباد ښاروالي له ۳۲زره ډېر کورونه اټکل کړي چې نږدې لس زره کورونه يې د صفايي پیسې ورکوي او پاتې ۷۰ سلنه خلکو د صفایي ټکس نه دی تحویل کړی.

د جلال اباد ښاروالۍ د شمېرو له مخې، دوی ته په ۱۳۹۸ کال کې له دغه درکه څه کم پنځه ويشت ميلیونه افغانۍ ور ټولې شوې دي، که چېرې پاتې اوويا سلنه خلکو هم د صفايي ټکس ورکړی وای، نو دغه پيسې لږ تر لږه ۱۶۰ ميليونه کېدې. پر ښاروالۍ بې باوري، د ټکس د اندازې لوړوالی، د عامه پوهاوي نشتوالی او ځیني نور لاملونه د دې سبب شوي چې ښاریان یې له امله د صفایي ټکس نه ورکوي.

د پژواک په يوه نظرپوښتنه کې هم جوته شوې ده، هغو کسانو چې پيسې نه دي تحويل کړې، د ښاروالۍ پر چارو بې باوره دي.

ښاروالۍ ته ورټول شوی د صفايي محصول:

د صفایي له درکه ټولې شوې پیسې پژواک ته د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ورکړل شوو رسمي شمېرو له مخې، په جلال اباد ښار کې تر اوسه ۳۲زره او ۲۷۶ کورونه په رسمي ډول ثبت شوي چې له دې ډلې ښاروالۍ په ۱۳۹۸ کال کې له ۹زره او ۶۴۸ کورونو د صفايي محصول ټول کړی دی.

د شمېرو له مخې، ښاروالۍ په همدې موده کې د صفايي د محصول له اړخه ۲۴ ميليونه، ۷۵۸زره او ۷۴۸ افغانۍ راټول کړې دي.

ښاروالۍ ته د ټولو کورونو له جملې يوازې نږدې دېرش سلنه (۲۹،۸) کورنيو د صفايي محصول يا ټکس ورکړی او د دې ادارې د رسمي ارقامو له مخې، پاتې اوويا سلنه خلک يې۱۳۶ ميليونه، ۲۸زره او ۴۸ افغانۍ پوروړي دي. دې ته په کتو، هر کال ښاروالۍ ته ميليونونه افغانۍ زيان رسېږي او د دوی د رغنيزو او نورو پلانونو د تطبيق پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

د ښاروالۍ طرز العمل

د ښاروالۍ کړنلاره پژواک د سيمه ييزو ارګانونو د ښارواليو چارو رياست د صفايي محصول لايحې ته لاسرسی پيدا کړی، د يادې کړن چارې له مخې، په يو ښار کې کورونه په څو کټګوريو وېشل کېږي چې له لوکسو کانکريټي تعميراتو نيولې بيا تر پخواني خامو تعميراتو او ودانیو پورې پر ګټکوریو وېشل شوي دي.

د دغو کټګوريو له مخې، د کانکريټي تعمير لرونکی بايد د کال پر هر متر مکعب باندې۹۵۰ افغانۍ تحويل کړي او د يو خام پخواني تعمير لرونکي ته ۲۰۰ افغانۍ ټاکل شوې دي.

د دغو کټګوريو او د کور د متر مکعب معلومولو لپاره ښاروالۍ خپل کاري ټيمونه لري چې د کال په پيل کې يې لېږي، کورونه راجسټر کوي او پيسې يې ټاکي چې څومره پيسې بايد تحويل کړي.

 خلک ولې د صفايي پیسې نه ورکوي؟

پژواک خبري اژانس همدې پوښتنې ته د ځواب موندلو په موخه په جلال اباد ښار کې يوه نظرپوښتنه کړې ده.

 په دې نظرپوښتنه کې یې د ځینو ناحيو د څلوېښتو اوسېدونکو نظرونه را اخیستي دي. نظرپوښتنه کې پژواک ومونده چې له یادو څلوېښتو کسانو ۲۴ يې د صفايي پیسې ورکړې چې له ډلې يې ۹ کسانو په دې خاطر ورکړې چې د ښاروالۍ مامورينو ترې غوښتې، درېيو کسانو په دې موخه ورکړې چې عامه پوهاوی ورته شوی او ۱۲ کسانو يې په دې منظور ورکړې چې دا پيسې د ښاروالۍ له لوري بېرته د ښار په پاکولو کې لګېږي.

دغه راز په نظرپوښتنه کې ۱۶ کسان داسې وموندل شول چې هغوی د صفايي پیسې نه دي ورکړې؛ د دوی له ډلې ۶ کسانو پژواک ته ويلي چې ښاروال ترې پیسې نه دي غوښتې او ۱۰ کسانو ويلي، ځکه يې نه دي تحويل کړې چې باور نه لري دا پيسې په شفاف ډول د ښار په پاکولو کې مصرف شي.

دغه راز د ښارواليو د صفايي محصول لايحې ته په کتو او د کټګوريو بېلوالی د دې لامل شوی چې د ښاروالۍ مامورين کورونو ته په ورتګ له خلکو اضافي پيسې واخلي او د صفايي محصول پرې کم او يا زيات کړي.

ښاریان څه وایي :؟

ښاريان شکايت کوي چې د ښاروالۍ مامورينو ته چې څوک پيسې (رشوت) ورکړي، د صفايي محصول کم ليکي او څوک چې یې ورنه کړي، محصول زيات ليکي چې له امله يې خلک مجبورېږي د صفايي پیسې تحويل نه کړي.

دغه راز د ښاروالۍ پر چارواکو بې باوري او د ښاروالۍ له لوري د ناسمو خدمتونو وړاندې کول نور هغه څه دي چې خلک يې ښاروالۍ ته د صفايي محصول نه ورکړې لاملونه په ګوته کوي.

د جلال اباد ښار د دويمې ناحیې یو اوسېدونکی قاري تاج محمد وایي: “زموږ د کورونو د لښتیو صفایي ۵ یا ۶ کاله وروسته چې ښه ډک شي او کورونو ته اوبه ننوځي، بیا له هغه وروسته یې ښاروالي پاکوي” .

د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکی ملیار نیازی چې د صفايي ټکس یې هم ورکړی، خو وايي، د پيسو په تحويلۍ ځکه خوښ نه دی چې تر اوسه يې د صفايي په برخه کې د ښاروالۍ هېڅ خدمات نه دي ليدلي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړی ډاکټر ناصر کامه وال چې خپله یې هم د صفایي ټکس نه دی ورکړی، وايي چې د ښاروالۍ خدمتونه نه تر سترګو کېږي خو ټکس غواړي.

نوموړي پژواک ته وویل: “ښاروالي باید خپل خدمات موثر کړي او ولس ته یې وښیي، هغه پروسیجر چې په اساس یې ټکس تحویلېږي، د دې لپاره باید واضح کړنلاره جوړه شي، نه دا چې د مامور او د کور خاوند ترمنځ په کې جوړ جاړی وشي” .

په ورته وخت کې مدني فعالان او د نظر خاوندان هم د ښاروالۍ د صفایي پر کارونو نیوکې کوي او وایي، په هغه ډول چې لازم دي، ښاروالي نه ده توانېدلې چې ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کړي او دا د دې لامل شوي چې په لویه سلنه خلک د صفایي ټکس ور نه کړي.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو مجتمع شورا د زون مسوول عبدالطیف مل پژواک ته وويل: “د لازمو خدمتونو له ترسره کولو وروسته ښاروالي دا حق لري چې له خلکو ټکس واخلي، زما په نظر خلک چې ټکس نه ورکوي، یوه انګېزه یې همدا ده، بل دا چې عموماً په افغانستان کې خلک چې حکومتي ټکس نه ورکوي علت یې دا دی چې خلک ګوري دغه پیسې دوی ته په خدمتونو نه مصرفېږي او په فساد کې ځي او خلک په دې ډاډه نه دي چې له دې پیسو نه سمه استفاده کېږي؛ نو ځکه له ټکس ورکولو سره علاقه نه لري” .

د ننګرهار ولايتي شورا پخوانی غړی او قومي مشر ذبیح الله زمری چې په جلال اباد ښار کې اوسېږي، وايي، ښاروالي د قانون په طبیق کې پاتې راغلې او حتی له یو کال راهیسې ښاروال هم سرپرست دی، نو څرنګه به وکولای شي د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د هغه په وینا، هغه خدمات چې لازم دي، تر اوسه د ښاروالۍ له خوا نه دي ترسره شوي او ځيني کورونه چې د صفايي پيسې نه تحويلوي، یو مهم لامل يې همدا دی، که ښاروالي خپل لازم خدمات ښاريانو ته وړاندې کړي، نو خلک به پر خپل وخت په خپله خوښه ټکس تحويل کړي.

د ښاروالۍ غبرګون:

 خو د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين بيا له دوی سره د اجرائیه ځواک نه موجوديت د دې لامل ګڼي چې په خبره يې ډېر خلک ورته د صفايي پیسې نه ورکوي او دوی يې هم ترې په زور نه شي راټولولی.

د جلال اباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر حشمت الله جبارخېل بیا پورته نیوکو ته په ځواب کې وایي چې دوی له کورونو ټکس د ښاروالۍ د قانون له مخې په یو خاص طرزالعمل اخلي چې له مخې يې هېڅوک له چا څخه زیاتې پیسې نه شي اخیستلی او د دې پیسو تحویلي د یوې کتابچې پر اساس د بانک له لارې ترسره کېږي چې د هر کور له مالک سره موجوده وي.

هغه پژواک ته وویل، دوی خلکو ته جلب هم لېږي خو ځکه يې د پيسو په راټولولو کې پاتې راځي چې دوی اجرائيه ځواک نه لري.

 حل لاره څه ده؟

 د کتونکو په خبره، که چېرې د ښاروالۍ مسوولين ښاريانو ته په لازمو خدمتونو کې رسېدنه وکړي او په مقابل کې ښاريان له ښاروالۍ سره د عوايدو په راټولولو کې همکارۍ ته وهڅول شي نو له دې سره به د ښار په پاکۍ، نظم او پراختيا کې مثبت تغيیر راشي.

د ننګرهار پوهنتون استاد او د نظر خاوند عبدالطيف مل شينواری وړاندیز کوي چې ښاروالي بايد خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي، پر خپلو مامورينو څار وکړي او خلکو ته د هغوی د صفايي د محصول د لګښت په اړه حساب ورکړي.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين هم وايي، که پيسې سل سلنه ورټولې شي نو دوی د همدغو پيسو د مصرف لپاره ځانګړي پلانونه لري چې په هرې ناحيه کې د ځانګړي پلان له مخې رغنيزې چارې سرته ورسوي.

د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر حشمت الله جبارخېل پژواک ته وویل، هر کال دوی له ناحيو معلومات راټولوي چې څومره سړکونه، ويالې، پلچکونه او نور رغولو ته اړتيا لري، همدې ته پلان جوړوي او که پيسې ورټولېږي نو په هماغه اندازه کارونه کوي.

 دی وايي، ډېر پلانونه يې ځکه نيمګړي پاتې کېږي چې پيسې يې پوره نه ور ټولېږي او که پيسې ور ټولې شي؛ نو پلانونه يې عملي کېږي او د ښار د پراختيا او رغونې سبب ګرځي.

يوسف ظريفي – برېښنا لټون

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version