ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د ۱۶مې او ۱۷مې حوزې امرین له دندو لرې شول

21 Aug 2020 - 22:02
21 Aug 2020 - 22:02

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت  وایي چې په دندو کې د غفلت له امله د کابل ښار د شپاړسمې او اوولسمې حوزې امرین له  دندو لرې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د زمري په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه پریکړه نن د وزارت د ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال عبدالصبور قانع د کابل له امنیتي مسوولینو سره  دلیدنې پر مهال وکړه.

هغه زیاته کړه چې د یادو حوزو امرین له ۱۶ نورو منسوبینو سره له دندو لرې او پلټنو ته معرفي شول.

امنیتي مرستیال  د کابل امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ښار دامنیت لپاره جدي اقدامات  او خپلې هڅې زیاتې کړي.

دغه راز په یاده غونډه کې پریکړه وکړه چې د کابل ښار دامنیتي حوزو ټولې لوجستیکي ستونزې وارزول شي او په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

د یادوړې ده چې درې ورځې مخکې د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱مې ورځې پر مهال د کابل ښار پر مرکزي سیمو ۱۶ توغندي توغول شوي وو، چې له امله یې درې تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي وو.

دا په د اسې حال کې ده چې ولسمشر غني پرون د کابل امنیتی مسوولینو سره  دلیدنې پر مهال د خپلواکۍ په ورځ د راکټي برید د هراړخېزې ارزونې لارښوونه وکړه وې ویل،  د دغې پېښې ټول ابعاد دې وڅېړل شي چې دښمن څه ډول وتوانېد د خپلواکۍ په ورځ پر کابل ښار راکټي برید وکړي.

هغه زیاته کړې : ((حوزو ته په خپله تللی یم، په حوزو کې شته وضعیت راته د منلو نه دی او باید په حوزو کې فوري مدیریتي تغییرات راشي. دغه راز باید د پولیسو د حوزو معیشتي وضعیت په بشپړ ډول بدل شي او د حوزو مسوولین دې خپلو دندو ته متوجه واوسي.))

ولسمشر غني د ابل امنیه قومندانۍ ته لارښوونه وکړه، له زورواکو او هغو کسانو سره چې د امنیتي برنامې د عملي کېدو خنډ ګرځي قانوني او جدي چلند وکړي او  د پولیسو په چارو کې دې د زورواکو  د مداخلې په جدي توګه مخنیوی وشي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version