ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي : ګاونډيو هيوادونو ته دسياسيونو سفرونه د شخصي ګټو لپاره دي

24 Oct 2020 - 17:14
24 Oct 2020 - 17:14

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٩): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي چې ګاونډيو هېوادونو ته د يو شمېر سياسيونو سفرونه په هېواد کې له شته سياسي تشې په ګټې اخيستنې، د شخصي ګټو لپاره ترسره کېږي.

د يادونې ده، تېره مياشت د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشيد دوستم هند ته ولاړ او له تېرو څو ورځو راهيسې د جمعيت ګوند د دارالانشاء رييس عطاءمحمد نور په هند کې دی.

دوى د هندوستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکتر جى شنکر او د ملي امنيت له سلاکار اجيت دووال په ګډون له يو شمېر نورو چارواکو سره هم ليدلي دي.

د دې ليدنو له پټو معاملو څوک  خبر نه دي، خو له دواړو لورو په خپرو شوو خبرپاڼو کې راغلي چې د افغانستان پر سولې پروسې او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې خبرې کړې دي.

دغه راز د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار بيا پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد له لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي، د قامي اسامبلې او سنا مجلس مشرانو او يو شمېر نورو سياسي او دولتي مشرانو سره يې وليدل.

دوى هم وويل چې د سولې پر پروسې او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې خبرې کړې دي، خو حکمتيار هلته يوه انسټيټيوټ او خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال د افغانستان پر حکومت کلکې نيوکې وکړې چې ګواکې د سولې ضد دى.

د سياسي چارو کارپوه نصرت الله حقپال وايي، دغه سياستوال له يادو هېوادونو سره له څو لسيزو رهیسې راشه درشه او اړيکې لري، دغه راز هر هېواد دلته په افغانستان کې خپلې مهرې لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، اوس داسې برداشت کېږي چې په افغانستان کې د دوحې د خبرو په پايله کې احتمالي تحول را روان دى، د سيمې هېوادونه هند، ايران او پاکستان چې په افغان شخړه کې ذيدخل دي او دلته ګټې او رقابتونه هم لري، غواړي خپلې زړې ملګرتياوې تازه يا نوي ملګري پيدا کړي.

ده زياته کړه: ((دا هېوادونه د نوو تحولاتو په اړه هم اندېښنې لري او هم خوشبينه دي، يا به مهرې نوې کړي، په نوې لوبه کې او يا به ژمنې نوې کړي.))

د حقپال په وينا، که چېرې د دوحې خبرې بريالۍ کېږي، نو له هغې وروسه حالاتو په اړه دوى په افغانستان کې خپل کسان او ملاتړي ولري.

دا چې حکمتيار په اسلام اباد کې د افغان حکومت ضد خبرې کړې، په اړه يې دى وايي چې افغانستان د افغانانو له لاسه وتلى دى، د امريکا په واک کې دى، سياستوال او حکومت د نورو په لاس کې دي، دوى  د واحد افغانستان ګټو پر ځاى خپلو شخصي او د ملاتړو هېوادونو ګټو ته ژمن دي.

هند ته د يو شمېر سياسيونو د سفرونو په اړه حقپال وايي، له شمال ټلوالې سره له پخوا د هند اړيکې وې، که طالبان قدرت ته رسېږي، نو هند غواړي چې په افغانستان کې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره دلته يو څوک ولري.

د هغه په وينا، طالبان له پاکستان سره تړلې جبهه ده، هند هم غواړي چې دلته مهرې او عناصرو پسې ګرځي او د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره دلته کسان ولري.

د ولسي جرګې غړى جاويد ساپى پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو ته د سياسونو سفرونه ګټور بولي خو زياتوي چې دوى بايد ملي ګټو ته پاملرنه وکړي، هلته د افغانانو ستونزې او مشکلات په ګوته کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د حزب اسلامي مشر حکمتيار د شخصي ګټو لپاره پاکستان ته تللى، د افغانستان ټول نظام او ګټې یې د پاکستان په غېږ کې اچولې  او هلته يې د نظام او ملت پر ضد خبرې کړې دي.

ساپى وايي چې حکومت بايد پر دې ډول سفرونو باندې څار ولري.

نوموړي پاکستان ته د افغانستان د ولسي جرګې د پلاوي پر سفر هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه پلاوى د دې ظرفيت نه لري چې له پاکستان سره د برابرۍ خبرې وکړي.

ده زياته کړه چې په دغه سفر کې له يو کور نه دوه درې کسان تللي دي او هلته خپلې چکرې وهي.

د هغه په وينا، د دې پر ځاى چې د افغانستان ستونزې شريکې کړي او له ملي ګټو دفاع وکړي، دوى هلته چکرونه وهي او خپلې شخصي معاملې کوي.

د سياسي چارو بل کارپوه احمد سعيدي وايي، پاکستان د دې لپاره چې په افغانستان کې خپل اوږودمهال هدفونه تطبيق کړي، نو دلته بايد ځيني پلويان او ملاتړي ولري.

ده پژواک اژانس ته وويل، پاکستان له امريکا او طالبانو سره اړيکې پياوړې کړې دي، اوس غواړي چې افغان سياسيون هم خپل کړي او خپلې موخې ترلاسه کړي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي چې دا سياسيون له بهرنيو هېوادونو سره پټې او ښکاره اړيکې لري، د ځينو دومره ښکاره دي چې هيڅ د پټېدو نه دي، لکه چې په حکومت او نظام کې هم ستونزې شته دي او دا ستونزې هم د پټېدو نه دي.

هغه وايي، دا سياسيون په حکومت کې دننه له اصلاحاتو مايوسه شوي، اکثره د دغه حکومت له دوام سره موافق نه دي او په لټه کې دي چې له دې حکومت څخه ځان خلاص کړي او په همدې موخه په سيمه ييزه او نړيواله کچه ملاتړي پيدا کوي.

ده زياته کړه، دغه سياسيون فکر کوي چې د افغانستان حکومت د بهرنيو په لارښوونو چلېږي، دوى د ځان لپاره لابي ګري کوي او د حکومت د تغيیر لپاره د ګاونډيانو مرسته او ملاتړ ترلاسه کړي.

د سياسي چارو کارپوه ډاکتر يحيى يعقوبي وايي چې ګاونډيو هېوادونو ته دا ډول سفرونه له پخوا څخه روان دي، کله چې به پخوانی ولسمشر حامد کرزی دغه هېوادونو ته ته، نو هغه سياسي او دولتي څېرې يې له ځان سره بیوې چې له دغو هېوادونو سره يې اړيکې درلودې.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د دې کسانو وړلو سره دغو هېوادونو ته يې په ګوته کړل چې ستاسو ملاتړي زما ملاتړي دي، نو ولې راته ستونزې جوړو‌ئ.))

د نوموړي په وينا، دغه سفرونه بيا نورماله بڼه خپله کړه او هر وخت به يې تګ راتګ کاوه، شخصي کارونو ته او چکرونو ته هم تلل.

خو کله چې ولسمشر اشرف غني واک ته رسېدلى دى، تل يې دا خبرې کړې چې له هېوادونو سره اړيکې بايد د دولتونو ترمنځ وي چې له امله يې د دواړو هېوادونو د سياسونو د سفرونو تګ راتګ کم شوى دى.

دا چې په دې وروستيو کې د سياسيونو غير رسمي سفرونو لړۍ بيا پيل شوې، دلته چې اوس د سولې مسئله روانه ده او دلته يو ډول خلا رامنځته شوې او دوى سفرونو ته د سولې نوم هم ورکوي، نو ناوړه استفاده ترې کوي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر او د سياسي چارو شنونکى لعل ګل لعل وايي، په تېره څه باندې څلویښت کلنه غمیزه کې پر افغانانو تپل شوې جګړه کې هم پردیو خپلی شومې موخې پر مخ بیولې دي او اوس د سولې په نوم چې کوم څه روان دي، هم دوى غواړي چې خپلې شومې موخې لاس ته راوړي.

هغه پژواک ته وويل، په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او هندستان هغه هېودادونه دي چې غواړي د دغو کسانو په وسيله خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.

د نوموړي په وينا، پاکستان او هندوستان تل د خپلو منفي سیالیو ډګر افغانستان جوړ کړی چې تر اوسه پورې یې نیابتي جګړو اور ته په پوره قوت سره د شیطانت لمن وهي او د دوی دغه زور ازمایي لا ادامه لري.

لعل ګل وايي، په هېواد کې دننه ځینې پردۍ پالې کړۍ دي چې د خپلو شخصي موخو او د نورو د موخو او ګټو لپاره کار کوي  او دغه کړۍ هېڅکله پر خپل ځان او خپل ولس باوري نه دي.

ده زياته کړه، له بل پلوه په هېواد کې د ملي زعامت د نه شتون له امله دغسې خپلسرې کړنو ته لا ښه زمینه برابره کړې ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version