ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: هیله ده مولانا فضل‌الرحمن د ا.ا د مشرانو ښه نیت او خلوص خپلو چارواکو ته ورسوي

8 Jan 2024 - 01:39
8 Jan 2024 - 01:39

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هیله څرګنده کړې چې کابل ته د مولانا فضل‌الرحمن له سفر سره به د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي.

د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ یو پلاوی د مرغومي په ۱۷مه کابل ته له رسېدو وروسته د رياست‌الوزرا له سياسي مرستيال سره د اسلامي امارت کابینې د يو شمېر غړو په شتون کې وکتل.

له ارګه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي راغلي پلاوي ته د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه یې بشپړ معلومات ورکړل.

متقي له یادې لېدنې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان په سياست کې مهم رول لري او تمه ده چې د نوموړي سفر به د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړيکو په برخه کې ګټور تمام شي.

هغه دغه راز هیله څرګنده کړه چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ولسونو ته د امن، سوکالۍ او اقتصاد برخو کې هم ګټور تمام شي او ښې پایلې به ولري.

هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت د ټولو ګاونډیانو لپاره ښه نیت لري او ښې اړیکې ورسره غواړي، اوس په ټول افغانستان کې امن راغلی او مرکزي حاکمیت جوړ شوی، افغانستان له خپل موقعیت څخه ښه استفاده کولی شي،  د ترانزیټ او اقتصاد مرکز دی او د سیمې امن او ثبات کې ښه رول لوبولی شي.»

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې مولانا فضل‌الرحمن په سیمه کې منلی سیاستمدار دی، د افغانستان او پاکستان له حالاتو باخبره دی، هیله ده د اسلامي امارت د مشرانو ښه نیت او خلوص چې د سیمې او ګاونډیانو  په اړه یې لري، د خپل هېواد چارواکو ته ورسوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خبره: «موږ چې د ځان لپاره کومه ګټه فایده او خیر غواړو، د نورو لپاره یې هم غواړو، ښه تعامل غواړو، له ټولو غواړو له افغانستان سره مثبتې اړیکې ولري، افغانستان ډېر وخت لپاره د نورو تر یرغل لاندې راغلی، خو  دوی پر چا یرغل نه دی کړی.»

مولوي امیرخان متقي وویل، پاکستان او افغانستان که له یو بل سره مسایل لري، که ګیلې وي، اقتصادي او یا امنیتي مسایل وي، پر ټولو به خبرې کېږي، تر بحث لاندې نیول کېږي او د حل لارې ورته پیدا کېږي، ډېرو جهتونو ته د افغانستان په اړه غلط معلومات رسول کېږي، اصلي واقعیتونه نه رسېږي.

متقي زياته کړې چې د پلاوي لوی‌والي ته په کتو سره معلومېږي چې مولانا فضل‌الرحمن به له ځان سره د پاکستاني لوري پيغام د اسلامي امارت له مشرانو سره د شريکولو په موخه راوړی وي.

مولانا فضل‌الرحمن په داسې حال کې افغانستان ته په سفر راغلی چې اسلامي امارت له دې وړاندې له نړۍ، په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو او تفاهم له لارې د ستونزو او مسايلو د حل غوښتنه کړې وه.

په دې ناسته کې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر او نورو غړو کابل ته پر راتګ خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر رغیدو او د ستونزو په حل ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې په کابل کې د پاکستان او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیرانو، د افغانستان د لوړو زده‌کړو، امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر او یو شمېر نورو وزیرانو هم ګډون کړی و.

د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ راغلي پلاوي کې د دغه ګوند یو شمېر غړي ګډون لري.

Views: 156

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version