ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره ملایانو ته ورځي

10 Nov 2020 - 15:11
10 Nov 2020 - 15:11

زرنج (پژواک، ۲۰ لړم ٩٩): د کرونا ویروس د دویمې څپې احتمال د نیمروز اوسېدونکي اندېښمن کړي او په داسې حال کې د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره له ملایانو تعویذ اخلي چې دیني عالمان تعویذ لیکنه حرامه بولي.

کوویډ ـ۱۹ ناروغي چې د کرونا ویروس له امله رامنځته کېږي لومړی د تېر کال په لیندۍ میاشت کې په چین او وروسته د افغانستان په ګډون د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته خپره شوه او تر اوسه پورې يې په ټوله نړۍ کې له ۱.۲ میلیون ډېر کسان مړه کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال له کب میاشتې راهیسې تر اوسه ( د لړم ۲۰ مه) په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۲۴۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې ډلې ۱۵۷۷ کسان مړه شوي، خو ۳۴۹۵۴ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

پخوا هره ورځ تر شاوخوا ۱۰۰۰ کسان په افغانستان کې پرې کرونا اخته کېدل، خو اوس دغه شمېر هره ورځ لسګونو مواردو ته راټيټ شوی چې د عامې روغتیا وزارت په خبره، که خلک روغتیايي لارښوونې په پام کې ونه نیسي په هېواد کې د کرونا ویروس د دویمې څپې د راتلو امکان شته. 

یو شمېر کسان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ملایانو ته ورځي:

د پژواک موندنې ښيي چې د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي د کرونا ناروغۍ د دویمې څپې د راتلو له امله اندېښمن دي او له همدې امله د دعا، دم او تعویذ په موخه ملایانو ته ورځي.

د نیمروز د مرکز زرنج ښار د معصوم اباد کلي اوسېدونکې فاطمې حبیبي چې د ښار په یوه ښوونځي کې د استادۍ دنده لري وویل:”هره ورځ اعلان کوي چې د کرونا دویمه څپه خپرېږي، ډېره اندېښمنه یم چې زه او کورنۍ مو پر دې خطرناکه ناروغۍ اخته نه شو.”

هغې زیاته کړه، له همدې امله زه او د کورنۍ غړي مو په زرنج ښار کې مولوي حاجي سعید ته ورغلي وو، حاجي سعید دوی دم او دعا یې ورته کړه چې پر کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته نه شي.

حبیبي زیاته کړه: ” د واقعې له رامنځته کېدو وړاندې باید د هغه مخه ونیسو، ځان مو دم او دعا کړ، د قرانکریم په ایتونو کې شفا موجوده ده. د دغه ملا صاحب دم او دعا اغېزناکه ده، له دې مخکې مو هم د نورو ناروغیو لپاره د دغه ملا دم او دعا اخیستې وه او ښه اغېز یې درلود.”

د هغې په خبره، حاجي سعید د دم او دعا په بدل کې پیسې نه غواړي، خو هر کله چې هغه ته ورځي تر ۲۰۰ افغانيو پورې ورکوي.

مولوي حاجي سعید وویل، هره ورځ لسګونه کسان راځي او زه یې د قرانکریم په ایتونو دم کوم او دعا ورته کوم، هغه کسان چې پر کرونا اخته دي جوړ او دغه راز  روغ کسان پرې اخته نه شي.

خو هغه څرګنده کړه چې دی ټولو راتلونکو کسانو ته سپارښتنه کوي چې روغتیايي لارښوونې مراعات کړي او د ناروغۍ د شدت په صورت کې ډاکتر ته لاړ شي.

هغه وویل، له راتلونکو کسانو څخه پیسې نه غواړي خو کله چې خلک پیسې ورکوي دی یې نه ردوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي پر حاجي سعید سربېره نورو ملایانو ته هم ورځي.

د زرنج ښار د مهاجر اباد سیمې اوسېدونکې فرشتې ملکې هم وویل، د کرونا ویروس د دویمې څپې راتلو له امله اندېښمنه ده او له همدې امله له خپلو درېیو کوچنیانو سره د سیمې د جومات یوه ملا امام ته ورغلي وو، څو د کرونا ویروس له ناروغۍ څخه د خلاصون په موخه یې دعا او دم کړي.

هغه چې نه غوښتل د یاد ملا نوم واخلي زیاته کړه: ” دم او دعا ډېره ګټه لري، موږ ډېری وخت ملاصاحب ته راځو.”

هغې په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړي موج ته په اشاره وویل: ” هغه مهال به مو هم د ستوني درد، استفراق، یا ځان درد پر مهال ملاصاحب ته راتلو او ملاصاحب موږ دم کولو، تاسو باور وکړئ چې له جوماته به نه وو وتلي درد به مو ورک شو.”

پر ښځو سربېره یو شمېر نارینه هم ملایانو ته ورځي:

د زرنج ښار د معصوم اباد اوسېدونکي ګل احمد وویل: ” په لومړیو کې چې کله کرونا ویروس خپور شو زه هم پرې اخته شوم، زموږ ګاونډیان د «اقا صاحبي» په نوم یو تعویذ لیکونکي ته تللي وو، زه هم لاړم، ماته یې دود راکړ، دم کړې اوبه یې راکړې او چوف یې کړم، له څو ورځو وروسته ښه شوم.”

هغه زیاته کړه، اوس هم د دوی خپلوان او ګاونډیان د کرونا ویروس د درملنې لپاره یاد تعویذ لیکونکي ته ورځي، څو ددغه ویروس د دویمې څپې په را رسېدو پر کرونا ناروغۍ اخته نه شي.

نوموړي وویل، دغه تعویذ لیکونکی د دم او دعا په بدل کې له هر کس څخه له ۲۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ اخلي.

صاحبي چې نه غوښتل ډېرې خبرې وکړي وویل: ” موږ د دین خلاف کار نه کوو، دا سمه ده چې موږ څاښت او دود ورکوو، خو موږ له نیکونو او پلرونو څخه دغه کار درلود او کوو یې، حساب زموږ له خپل ځان سره دی چې څه ورکوو.”

هغه تایید کړه چې د تعویذ، دود او څاښتونو په بدل کې له ناروغانو څخه یوه اندازه پیسې اخلي.

د زرنج ښار یوه مدني فعال خلیل احمد توخي هم وویل چې د کرونا ویروس د دویمې څپې د راتلو له امله اندېښنه موجوده ده او له همدې امله د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي ملایانو او تعویذ لیکونکو ته ورځي او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ملایانو دم او دعا اخلي او له تعویذ لیکونکو څخه تعویذ اخلي.

هغه زیاته کړه: ” د کرونا ویروس په لومړۍ مرحله کې زه متوجه وم چې ډېری خلک د کرونا ویروس د نښو تر ښکاره کېدو وروسته د ډاکتر پر ځای ملایانو ته ورتلل. “

د تعویذ لیکل حرام دي:

د هېواد یو دیني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن وویل: ” که یو څوک تعویذ لیکونکي ته ورځي او وايي چې ماته تعویذ راکړه دا د شریعت خلاف کار دی او په اسلام کې غیر قراني تعویذ لیکنه حرامه ده.”

نوموړي د روغتیايي لارښوونو پر مراعاتولو ټینګار وکړ او ويې ویل: ” که یو څوک دیني عالم ته ورځي او ځان دم کوي بیا وايي چې روغتیايي تدابیر نه مراعاتوي، ډاکتر ته نه ورځي دا د شریعت خلاف کار دی، ۱۴۰۰ کاله مخکې حضرت محمد ص فرمایلي: څوک چې ټوخى کوي باید دواړه لاسونه مخته ونیسي، دا د وقایې په معنا ده. د لاسونو او ځان مینځل وقایه ده. نو له دې امله څوک چې روغتیايي سپارښتنې نه مراعاتوي د اسلامي شریعت خلاف کار دی.”

د نیمروز د حج او اوقافو رییس مولوي حزب الله مولوي زاده ورته نظر درلود او ويې ویل: ” الله ج فرمايي: ناروغي د الله ج له طرفه ده او شفا هم الله ج ورکوي او په دې کې هيڅ شک نشته، خو الله ج د هر ناروغ لپاره د درملو علاج هم پیداکړی دی. زموږ د پیغمبر ص په زمانه کې هم طبابت و او د ناروغانو درملنه کېده. د اصحابو (رض) په زمانه کې د وبا ناروغي خپره شوه او دوی ځانکړي لارښوونې وړاندې کړې چې یوه یې قرنطین او له راټولېدو منعه وه.”

نوموړي وویل، د هغه وخت لارښوونو ته په پام باید روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعات شي، د ډاکترانو پر سپارښتنو عمل وشي او الله ج ته دعا وشي چې ټول له یاد افت څخه وژغوري.

هغه د نیمروز له اوسېدونکو وغوښتل چې تعویذ لیکونکو ته له ورتګه ډډه وکړي او په هيڅ صورت داسې کسانو ته ور نه شي، ځکه د ده په خبره یادو کسانو ته ورتګ شرک دی.

د ده په خبره، پخوا هم هڅه شوې چې دغه ډول دوکانونه چې د تعویذ لیکلو په نوم خلک دوکه کوي وتړي او هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې هم وتړل شي.

د روغتیايي سپارښتونو پر مراعات کولو ټینګار:

د نیمروز د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکتر نصیر احمد هیبت له خلکو وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د ډېرې خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې لکه (د واټن مراعات، په اوبو او صابون د لاسونو دوامداره مینځل، د چاپېریال ضد عفوني کول، پر ناروغۍ د اخته کېدو په صورت کې جلاتوب، له ماسک څخه استفاده او په غونډو کې نه ګډون) په جدي ډول مراعات کړي.

هغه زیاته کړه:” له بده مرغه د کرونا ویروس دویمه څپه د خپرېدو په حال کې ده، موږ دوه میاشتې مخکې د ولایت په کچه هيڅ مثبته پېښه نه درلوده، ټول ناروغان بېرته جوړ شول، خو اوس باید یاده ناروغي د ډېرېدو په حال کې ده، موږ د نیمروز له خلکو هیله لرو چې روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي.”

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د تېر کال له کب میاشتې راهیسې تر اوسه (د لړم ۲۰ مه) په نیمروز ولایت کې د دغې ناروغۍ ۴۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې۳۸۲ بېرته روغ شوي، ۱۱ کسان مړه او ۳۱ نور چې په دې وروستیو کې پر کرونا اخته شوي روغتون ته انتقال او تر اوسه تر درملنې لاندې دي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version