ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صحرا: هیله لرم چې هېواد کې سوله ټينګه او هېڅ ماشوم لاسي توکي ونه پلوري

19 Nov 2020 - 18:43
19 Nov 2020 - 18:43

کابل(پژواک،۲۹ لړم ٩٩): دوولس کلنه صحرا چې د ښوونځي د زده کړو ترڅنګ هره ورځ بوټونه رنګوي وايي: ((له دولت څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو لاسي توکي ونه پلورو او خپلې زده کړې ترسره کړو.))

 دغه ١٢ کلنه نجلۍ چې د شهدای صالحین اوسېدونکې ده د کابل ښار په قلعه حشمت خان ښوونځي کې زده کړې کوي له درېیو کلونو راهیسې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره بوټونه رنګوي.

صحرا له خپلې کوچنۍ خور پروانې سره هره ورځ اته ساعته د کار له وسایلو سره پنځه کیلومتره پلی تګ کوي، څو کابل ښاروالۍ ته نږدې خپل کاري سیمې ته ځان ورسوي او هلته بوټونه رنګ کړي.

دغه دوه کوچنۍ خویندې کابل ښاروالۍ ته له رسېدو وروسته پر ځمکه زړه کمپله غوړوي، د کار وسایل لکه د بوټونو رنګ، بورس او نور له ځان سره نږدې ساتي او شاوخوا ګوري څو خلک د بوټونو رنګولو لپاره دوی ته مراجعه وکړي.

صحرا په داسې حال کې چې یوه جوړه نارینه بوټ یې په کوچنیو لاسونو کې نیولي او سړې هوا یې رنګ سور کړی و، وویل: ((زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی، له دې امله بوټ رنګوم چې له کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړم، د استوګنې کور مو کرایي دی، یوازې ورور مو نه شي کولای.))

صحرا هره ورځ د بوټونو د رنګولو له لارې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ کار کوي او د کور لپاره پرې ډوډۍ، بوره، او سابه اخلي.

د صحرا په خبره، مشر ورور یې ۱۶ کلن دی او د کابل به منډويي کې لاسي کراچۍ لري. هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ کار کوي چې د کور په کرایه او ځینو نورو اړتیاوو یې مصرفوي.

هغې وویل: ((زما خوږه خاطره هغه ورځ ده چې زه په کې ډېر کار وکړم او بده خاطره مې هغه ورځ وي چې کار په کې نه وي او تش لاس کورته لاړه شم.))

د صحرا پلار چې د کار لپاره ایران ته تللی و، له هغه ځایه پر نشه يي توکو روږدی بېرته هېواد ته راستون شوی اوس د کابل ښار په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

صحرا د خپل پلار په نشه يي توکو د روږدي کېدو اصلي لامل جګړه او ناامني ګڼي او وايي، که جګړه نه وای پلار به یې د هېواد دننه کار درلود او اړ به نه و چې د کار لپاره له هېواده بهر لاړ شي.

هغې زیاته کړه: ((که په هېواد کې جګړه نه واى پلار مې نشې ته مخه نه کوله، زه به نه مجبورېدم چې په سړه هوا کې بوټ پاک کړم او ددې پر ځای به مې زده کړې کولې.))

صحرا د سهار له نهو تر یوولس بجو په یاده سیمه کې بوټ پاکوي خو ښوونځي ته د تګ له لپاره یوولس نیمي بجې بېرته د کور پر لور پنځه کیلومتره واټن پلی مزل وي.

هغه چې دوولس نیمې بجې کور ته رسېږي د ستړیا له رفع کولو پرته د غرمې ډوډۍ خوري او د ښوونځي د جامو له اغوستو وروسته ښوونځي ته ځي.

صحرا چې له زده کړو سره ډېره مینه لري وویل، د شپې له خوا درس وايي او د ورځې کار کوي.

نوموړې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې په ټولګي کې څوم نومره ده؟ ژړا ورغله او په ناخوښۍ يې  وویل: ((په زده کړو کې متوسطه يم او که ستونزې یې نه درلودای کار ته نه مجبورېدم، بیا مې کولای شوای خپلو زده کړو ته په ښه توګه رسېدنه وکړم.))

صحرا هیله لري چې په راتلونکې کې ډاکتره شي او د هېواد او خلکو لپاره خدمت وکړي.

هغې وویل چې یادې هیلې ته د رسېدو لپاره به هڅه وکړي او که اقتصادي ستونزې یې حل شي حتمن به یې هیلو ته ورسېږي.

نوموړې شپه او ورځ په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دعا کوي ځکه هیلې یې هغه مهال پوره کېږي چې په هېواد کې سوله او ثبات راشي.

صحرا زیاته کړه: ((هیله لرم چې په هېواد کې مو سوله راشي څو له دې وروسته هېڅ ماشوم لاسي توکي ونه پلوري او زده کړې وکړي.))

صحرا له حکومته وغوښتل چې د بېوزله او لاسي پلورونکو ماشومانو له کورنیو سره مرسته وکړي څو دغه ډول ماشومان زده کړې وکړي او لاسي توکي ونه پلوري.

صحرا وویل: ((د ماشومانو ورځ د هغو ماشومانو لپاره ده چې اقتصادي ستونزې نه لري او کار نه کوي، خو زما لپاره چې په دې سړه هوا کې د سړک پر سر کار کوم معنا نه لري.))

د صحرا ورور حسیب الله د نهم ټولکي زده کوونکی دی خو د سړک پر سر کار کوي څو له خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته وکړي.

 د فریدون سروري په نوم یو کس چې د بوټانو د رنګولو لپاره راغلی و وویل، بوټ ځکه رنګوي څو له دغې ماشومې سره چې په سړه هوا کې د سړک پر سر کار کوي مرسته وکړي او نورو ته یې پیغام دادی چې که اړتیا هم ونه لري د هغو ماشومانو لپاره چې په سړه هوا کې د سړک پر سر کار کوي او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیداکوي مرسته وکړئ څو د دوی اړتیا پرې پوره شي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version