ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د ماین دوو چاودنو یو کس ټپي کړی

22 Nov 2020 - 09:22
22 Nov 2020 - 09:22

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۹۹): د کابل پولیس وایي چې په دغه ښار کې د دوو چسپکي ماینونو چاودنو له امله یو کس ټپي شوی دی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل، په لومړۍ چاودنه کې چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې وشوه، یو ټکسي موټر د چسپکي ماین هدف وګرځول شو چې په نتیجه کې یې د دغه موټر چلوونکی ټپي او روغتون ته وړل شوی دی.

نوموړی وایي چې موضوع د ګډ امنیتي ټېم تر څېړنو لاندې ده.

هغه زیاته کړه چې دویمه پېښه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د لسمې ناحیې اړوند په قلعه چمن سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې پر رينجر موټر چسپکي ماین چاودنه کړې خو مرګ ژوبله نه لري.

د دغو پېښو مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version