ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر طرز العمل د موافقې په اړه د طالبانو او دولت جلا جلا نظرونه

28 Nov 2020 - 20:22
28 Nov 2020 - 20:22

کابل (پژواک,۸ لیندۍ۹۹): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي چې د بین الافغاني مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د سولې خبرو طرزالعمل نهایي شوی، خو دولتي پلاوی وایي، چې وروستۍ پریکړه به په عمومي غونډه کې کیږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وایي چې دسولې خبرو دغه طرزالعمل د نومبر میاشتې په ۱۵مه په ۲۱مادو کې بشپړ او نهایي شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې دغه طرزالعمل د خبرو د کوربه او تسهیل کوونکي هېواد قطر په حضور کې د نومبر په ۱۷مه ولوستل شو.

سرچینه وایي چې یاد طرزالعمل د دواړو مذاکراتي ټيمونو له تایید وروسته یوه نسخه یې قطر ته ورکړل شوې ده.

بلخوا د دولتي مذاکراتي ټیم غړي او ویاند نادر نادري په ټویټر کې لیکلي، چې دواړه مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې په استثنا یوازې د مذاکراتو د ناستو د طرز العمل پر ۲۱  مادو په اصولو کې توافق ته رسیدلي دي.

هغه زیاته کړې، خو څنګه چې ددغه ‌طرز العم  دمقدمې متن د پلاویو لا نور وضاحت او بحث ته اړتیا لري نو د نومبر د میاشتې د ۱۷مې نیټې په ګډه ناسته کې  چې کوربه هیواد هم پکې شتون درلود، پریکړه وشوه چې ‌طرز  العمل به عمومي ناستې ته وړاندې او یوازې ددواړو پلاوو له تصویب څخه وروسته به نهایی  شمیرل کیږي.

نادري ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراته کوونکي پلاوي د مقدمې د عناصرو په اړه خپل رسمي وضاحت له  مقابل لوري سره شریک کړی دی.

طالبان وروسته له هغه د سولې خبرو د طرزالعمل د نهایي کولو خبر ورکوي چې د لړم په ۲۹مه پژواک ته ویلي و چې دغه طرزالعمل د دواړو لورو(دولتي او طالبانو ) د مرکچي پلاوو له خوا نهایي شوی دی.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په خبر کې خپور شي د لړم په ۲۹مه پژواک اژانس ته ویلي وو چې د سولې خبرو طرزالعمل چې له څه باندې دوه میاشتو راهیسې پرې بحث روان وو اوس نهایي شوی دی.

سرچینې ددغه طرزالعمل د نهایي کېدو د څرنګوالي په اړه جزییات و شریک کړي.

سرچینې دغه راز ویلي و چې د طرزالعمل له نهایي کېدو وروسته ددولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي د لړم په ۲۹مه کابل ته را غلی و.

سرچینې کابل ته د ستانکزي او رحيمي د راتګ موخه د یاد طرزالعمل په اړه له ولسمشرغني سره سلا مشوره او د هغه موافقه یاد کړي و.

دوه ورځې مخکې په کابل کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د خبري کنفرانس پرمهال وویل چې په دوحه کې د سولې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او بندون نه دی مات.

د سولې په چارو کې ددولت وزارت ویاندې ناجیه انوري د لیندۍ په ۶مه وویل چې په قطر کې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او ددوی مرکچي پلاوی هڅه کوي چې په دغه برخه کې د پام رول ولوبوي.

دغه راز څو ورځې مخکې د دولت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی په کابل کې تر څو ورځو تېرولو وروسته بېرته دوحې ته ستون شوی دی.

بلخوا ولسمشر او ډاکټر عبدالله نن ماښام لیدلي او د قطر د وروستیو پرمختګونو په اړه یې خبرې کړې، خو ددې ناستې نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د سولې خبرو د طرزالعمل په اړه هغه مهال اختلاف رامنځته شو چې طالبانو د سولې خبرو لپاره په دوحه د امریکا او طالبانو تړون د خبرو اصل (مبنا) باله خو ددولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت وکړ او د دغو خبرو د مخته بیولو لپاره یې د اصل په توګه نور وړاندیزونه لرل چې هغه بیا طالبانو نه منل .

دغه او په ځینو نورو مسایلو اختلاف ددې لامل شو چې دطرزالعمل په اړه بحث څه باندې دوه میاشتو ته اوږد شو او وخت ناوخته به خبرې له ځنډ سره مخ کېدې او ناستې به په خپل وخت نه ترسره کېدې.

د یادونې ده چې څه باندې دوه میاشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پیل شوې.

 

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version