ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې یو څارنوال وژل شوی

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۹۹): د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په ده عربان سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا د «پامیر صبح» په نوم یو څارنوال وژل شوی دی.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه څارنوال نن سهار شاوخوا ٨:١٥ دقیقې وژل شوی دی.

هغه په دې اړه چې پامیر چېرته دنده ترسره کوله، څه ونه ویل.

یوه سرچینه وایي چې څارنوال پامیر له کوره د دندې پر لور روان و چې خپل کور ته نږدې د نامعلومو وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو.

د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version