ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الیاس داعي مور او هلمندیو مېرمنو د اوربند غوښتنه وکړه

8 Dec 2020 - 16:32
8 Dec 2020 - 16:32

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٩) : د هلمند د دیارلس ولسوالیو او مرکز د جګړه ځپلو کورنیو لسګونو مېرمنو او د وژل شوي خبریال الیاس داعي مور د دايمي اوربند غوښتنه وکړه.

دوى دغه غوښتنه نن د ليندۍ په ١٨مه، په لښکرګاه کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ برنامې له خوا په يوه غونډه کې وکړه.

د ولسي ملاتړ برنامې استازي علاءالدین رحیق پژواک اژانس ته وویل، ددې پرګرام ګډونوالې یې ددغه ولایت سل تنه هغه مېرمنې وې چې د جګړو په دواړه لورو کې یې وروڼه، زامن او خاوندان په جنګ کې وژل شوي وو .

د نوموړي په وینا، ګډونوالو د سولې پر روان بهیر، دايمي اوربند او د تلپاتې سولې د ملاتړ ترڅنګ خپلې نیوکې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

رحیق وویل، دغو مېرمنو وژل شوى خبريال الیاس داعي د خلکو ژبه او غږ وباله او د نوموړي مورته یې د درنښت پړونی ور پرسر کړ.

په هلمند ولايت کې د ازادۍ راډيو سيمه ييزو خبريال الياس داعي څو ورځې مخکې په يوه چاودنه کې وژل شوى و.

د ورکشاپ یوتن روزونکي عبدالمعید هاشمي وویل مېرمنې، ماشومان، سپین ږیري او ژورنالېستان باید د هېواد، نړیوالو قوانینو او اسلام مبارک دین له مخې په جګړو کې خوندي وي.

هغه زياته کړه : ” الیاس داعي د بیان د ازادۍ شهید دی او یواځې د حق ویلو قرباني شو.”

د نوموړي په وینا، د بیان د ازادۍ په لار کې د ژورنالیزم کورنۍ تراوسه پنځوس تنه له لاسه ورکړي چې د یوه قاتل هم تراوسه نه نیول شوی ـ نه معلوم شوی او نه سزا ورکړل شوې ده.

د هلمند مرستیال والي بریالي نظري چې په دې غونډه کې يې ګډون کړى و، وویل ولایتی اداره یی د ښځو غږ بدرګه او ملاتړ يې کوي .

هغه ژمنه وکړه چی د داعي قاتلین به نیسی او سزا به ورکوي.

د الیاس داعي مور پر دولت اوطالبانو غږ وکړ چې ژر ترژره دې دايمي اوربند رامنځ ته او په تلپاتې سوله دې توافق وکړي.

دې زياته کړه، د خپل زوی شهادت دردولې، بل زوی یې ټپي دی او نوره نه غواړي چې میندې په اولادونو بورې شي.

د يادونې ده، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ برنامې له خوا تر دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ډول غونډې جوړې کړې دي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version