ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي مسوولين: د فساد پر ضد مبارزه زموږ په لومړيتوبونو کې ده

8 Dec 2020 - 18:42
8 Dec 2020 - 18:42

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۹): په يو شمېر ولايتونو کې د فساد پر ضد د مبارزې اوونۍ نمانځلو په مراسمو کې ځايي چارواکو له فساد سره مبارزه خپل لومړيتوب ياد کړ.

د فساد پر ضد د مبارزې په اړه دا غونډې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې په مرسته په هلمند، پکتيا، هرات او پروان ولايتونو کې جوړې شوې وې، ځايي چارواکو يې وويل چې د فساد په مخنیوي کې جدي دي او ولس دې په دې برخه کې له دولت سره مرسته وکړي.

هلمند:

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې نمانځلو په مناسبت نن د لېندۍ په ۱۸مه د امید افغان موسسې له خوا غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د هلمند د چارواکو او دولتي ادارو د مسوولینو تر څنګ قومي مشرانو، مدني فعالانو، مېرمنو او ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډې ته د هلمند ولایت مرستیال بریالي نظري وویل، ولایتي اداره په پوره ژمنتیا د اداري فساد د مخنیوي په موخه قانون پلی کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې فساد ته زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه، د فساد په مخنیوي کې د دولت تر څنګ په خپله د خلکو رول ډېر مهم دی او په دې برخه کې یې پر مدني فعالانو، قومي مشرانو او مېرمنو غږ وکړ چې له فساد سره په مبارزړه کې د دولت ملاتړ وکړي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې ولایتي اداره ژمنه ده څو پر هغو کسانو قانون پلی کړي چې په فساد کې ښکېل دي.

د ارشاد، حج او اوقافو رییس محمد داوود مدقق د اسلام له نظره هم اداري فساد ناروا عمل وګاڼه او له مرتکبینو سره يې د قانوني چلند غوښتنه وکړه.

ده هم وویل، تر بل هر چا په خپله خلک کولای شي د فساد مخنیوی وکړي او دا د دوی دیني وجیبه ده چې د فساد په مخنیوي کې له دولت سره مرسته وکړي.

د ښځو چارو رییسې وجهې مقدس رسولي فساد لوی جنایت وباله او ويې ویل، تر هغه چې قانون په بشپړه توګه پلی نه شي د فساد مخنیوی ناشونی دی.

په ورته توګه غونډې ته د مدني ټولنو د یووالي د مرکز مشر امان الله حسرت، یو شمېر مخورو حاجي احمد جان، وکیل حنیف، عبدالاحمد معصومي او نورو مشرانو هم ویناوې وکړې.

امان الله حسرت وویل، د هلمند مدني ټولنې له ولایتي ادارې سره د فساد په مخنیوي کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دي او ولایتي اداره باید په دې برخه کې له جدیت څخه کار واخلي.

قومي مشر عبدالاحمد معصومي وویل، جګړې او نورو ناخوالو فساد او بېلابېلو نورو ناوړه کړنو ته زمینه برابره کړې ده.

هغه د جګړې پر درېدو ټینګار وکړ او ويې ویل، د فساد مخنیوى هغه مهال په بشپړه توګه کېدای شي چې زموږ ټولنه له تحمیل شوې جګړې خلاصه شي.

پکتیکا:

د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا ولايت کې هم د فساد پر ضد د مبارزې غونډه وشوه چې په کې ديني علماوو، مخورو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.

د دې ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي قاضي ضبط الله ملنګ د اميد ټولنې له خوا جوړې شوې غونډې ته وويل، کار اهل کار ته نه سپارل، په ادارو کې د خپلوانو مقررول، په پيسو څوکی تر لاسه کول خپله فساد ده او د فساد کچه ور سره لوړېږي.

هغه زياته کړه، که په حکومتي ادارو کې د فساد مخه ونيول شي، نو خلک به له حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري زياته کړي.

ديني عالم مولوي عنايت وويل چې د هېواد په کچه فساد په لوړه کچه روان دی او د حکومت په ټولو چارو يې منفي اغېز کړی دی.

د هغه په وينا، د همدې فساد له امله د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله را منځته شوې، په دنده تجارت کول، د قانون نه پلې کول هغه څه دي چې پر ښه حکومتولي يې بد اغېز کړی دی.

مدني فعال علی محمد نظري هم فساد يوه بده پدیده وبلله او له حکومت څخه يې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

فتانه عمر يار بيا وويل چې مېرمني هم کولی شي چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړي، خو که موقع په لاس ورشي.

پکتيکا کې د عدليې رييس محمد ګل عالم وويل، دولت ژمن دى چې له فساد سره مبارزه وکړي او په دې برخه کې يې ډېر کارونه هم کړي دي.

پروان:

بله خوا د فساد ضد نړیواله ورځ په پروان ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه يوه غونډه د ملګرو ملتونو د پرمختیایی پروګرام (UNDP) په ملاتړ د افغانستان پراماونټ خیریه او پرمختیایی موسسې له خوا جوړ شوې وه.

د پروان والي ډګر جنرال فضل الدین عیار غونډې ته وویل چې دغه پروګرام په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د فساد په کمولو او د هغه په مخنیوي کې مهم و.

هغه پر ټولو خلکو غږ وکړ چې د دولت تر څنګ د ټولنې د پرمختګ لپاره د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي.

د افغانستان د پرمختیایي انستیتوت رییس ډاکټر طارق سایز وویل چې دا پروګرام د خلکو هڅولو لپاره د افغان حکومت د ژمنې په هدف پیل شوی دی.

د برنامې په پای کې، د پروان یو شمېر چارواکي چې له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې یې کار کاوه، وستايل شول.

هرات:

دغه راز په هرات ولايت کې هم د فساد پرضد د مبارزې ورځ ونمانځل شوه چې په کې ځايي چارواکو، مدني فعالانو او د افغان خيريه پرمختيايي موسسې (APWDO) مسوولينو ګډون کړى وو.

د هرات د ولايت مقام د اقتصادي او ټولنيزو چارو مرستيالې مونسه حسن زاده وويل چې د هرات ولايتي اداره د فساد پر ضد مبارزې ته ژمنه ده او دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

هغې زياته کړه چې د ولايت په کچه د فساد پر ضد د مبارزې ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې تر اوسه يې د ٢٥ دولتي ادارو ارزونه کړې چې د پنځو فعاليتونه سم نه وو او د څېړنو لپاره نورو ارګانونو ته معرفي شوي دي.

حسن زاده ومنله چې د هرات په دولتي ادارو کې فساد وجود لري او دوی جدي اقدامات هم پيل کړي دي.

د هرات د لويې څارنوالۍ د کورني او له بهرنيو جرمونو سره د مبارزې رييس احمد ولي سمندر وويل چې له فساد سره مبارزه د دوى د فعالتيونو په سر کې ده.

هغه زياته کړه، پر چا چې فساد ثابت شي، نو قانون به پرې پلى کېږي.

د ډسمبر ۹مه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره جګړه اوس یوه نړیواله پدیده بلل کېږي، په داسې حال کې چې فساد هر هېواد اغېزمنوي خو اسناد ښیي چې بېوزله خلک له دې پدیدې ډېر زیانمنېږي.

فساد د پراختیايي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د ډیموکراسۍ او قانون پلي کېدو پر وړاندې ګواښ دی، د انساني حقونو د ترپښو لاندې کېدو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او د ژوند کیفیت له منځه وړي. همدارنګه جرمونو ته لار برابروي او د انسان د ژوندانه مصئونیت ته خطر پېښوي. دغه راز فساد بې ثباتي او فقر ډېروي او د حساسو هېوادونو په ړنګېدو کې اساسي رول لوبوي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version