ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“دیني عالمانو ته دې په سوله او حکومتي چارو کې ونډه ورکړل شي”

کابل(پژواک،۱۸لیندۍ۹۹): په کابل کي يوشمېر دیني عالمانو یوه غونډه کې د سولې له ښکېلو غاړو د اوربند او له حکومت څخه دیني عالمانو ته په امنیتي، سولې او حکومتي چارو کې د ونډې ورکولو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه نن د کابل د دیني مدرسو ملاتړې ټولنیزې شورا له خوا د لسګونو دیني عالمانو په ګډون تر “وژنه بس ده، موږ سرتاسري سوله غواړو” عنوان لاندې جوړه شوې وه.

د کابل ښار د شپږمې ناحیې د علماوو شورا رییس مولوي عبدالسلام متوکل په دغه ناسته کې د سولې په اړه د دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو وغوښتل چې تر هر څه لومړی د انساني وژنې درولو او د تلپاتې اوربند د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

دی وایي:”علماء د سولې د بین الافغاني مذاکراتو له روانې پروسې هر کلی کوي او له سیاسي رهبرانو هیله لري چې د خلکو ستونزو د حل لپاره، خپلې غوښتنې یوې خواته کړي.”

هغه زیاته کړه چې که حکومت دیني علماوو ته پاملرنه وکړي نو هېواد کې د سولې د ټنګښت ترڅنګ د عامه امنیت، ټولنیز عدالت او په حکومتي چارو کې د روڼتیا لپاره ښه کار کولی شي.

بل دیني عالم مولوي شمس الوطن وویل، علماء دواړو مذاکراتي پلاوو ته دا پیغام لري چې پیغمبر (ص) د ناحقو وینو توېدلو مخنیوي لپاره سوله کړې ده او دوی هم باید په همدې موخه سوله وکړي.

دی وایي:”دین چې موږ ته د اضافه اوبو تویولو اجازه نه را کوي، نو څنګه اجازه راکړي چې ناحقه وینې تویې کړو.”

مولوي جلال حنفي هم په غونډه کې خبرې وکړې، ویې ویل چې د دولت د سولې مرکچي پلاوي  ۷۰ سلنه غړي د سولې اهل نه دي؛ ځکه د ده په وینا، هغوی د سولې په اړه سم نه پوهیږي، د طالبانو په وړاندې منطق نه لري او له سیاسي لوریو معرفي شوي چې ټول به خپلې ګټې پالي.

دی وایي:”د سولې په مهمه پروسه کې علماء څنډې ته شوي دي، خو په کار ده چې رښتینو عالمانو ته په نظام کې ونډه ورکړل شي ترڅو د بنسټیزو اصلاحاتو لپاره کار وکړي.”

د هغه په وینا، د مصالحې ملې شورا د پخواني اجراییه ریاست له غړو د سیاسي جوړجاړي له مخې جوړه شوې ده ، د سولې لپاره هېڅ پروګرام نه لري او نه هم علماوو ته په کې برخه ورکول شوې ده.

د افغانانو تر منځ د سولې مرکچي پلاویو قطر کې تر شاوخوا اتیا ورځو بحثونو وروسته یوازې د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه کړې او دا مهال د سولې خبرو پر اجنډا کار کوي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version