ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرابي: مرکچي پلاوی د حکومت له رهبرۍ او سیاسي مشرانو سره د مشورې لپاره کابل ته راځي

13 Dec 2020 - 09:13
13 Dec 2020 - 09:13

کابل (پژواک، ۲۳ ليندۍ ۹۹): د افغان دولت مرکچي پلاوي غړې وايي چې د دوی مذاکراتي ټېم د رخصتۍ لپاره نه، بلکې د حکومت د رهبرۍ او سیاسیونو سره د مشورې لپاره کابل ته ځي څو د سولې پاتې بهیر چټک شي.

د افغانستان د سولې خبرو د مذاکراتي پلاوي غړې حبیبې سرابي دغه څرګندونې په یوه ویډیويي پیغام کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان دولت د سولې خبرې شاوخوا درې میاشتې مخکې د قطر به پلازمېنه دوحه کې په رسمي ډول پیل شوې.

که څه هم د یادو خبرو په پیل کې د طرزالعمل په اړه اختلاف موجود و خو تېره اوونۍ دواړو لوریو پر یوه ۲۱ ماده ييز طرزالعمل توافق کړی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو او افغان دولت مرکچي پلاوو اعلان کړی چې د دواړو پلاوو ترمنځ خبرې درې اوونۍ وروسته دوام پیدا کوي چې د دوی دغې پرېکړې غبرګونونه وپارول.

د افغان دولت د مذاکراتي ټېم غړې حبیبې سرابې په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د افغان دولت مذاکراتي ټېم غړي د حکومت له رهبرۍ او سیاسي مشرانو سره د مشورې لپاره کابل ته ځي.

هغې زیاته کړې چې د خبرو د تعیین په اړه د دواړو لورو، نړیوالو بنسټونو او د ټولنې مختلفو طبقو د ویډیو کنفرانس له لارې جدي بحث وکړ. د افغان دولت مذاکراتي ټېم غړي ځکه کابل ته ځي چې د خبرو د راتلونکو مرحلو په اړه مشورې او نظرونه واخلي څو په هېواد کې روانه جګړه ختمه او اوربند وشي.

د نوموړې په خبره، د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی کابل ته د رخصتۍ لپاره نه بلکې د حکومت د مشرتابه او سیاسیونو د نظر او مشورې لپاره راځي څو دغه بهیر چټک شي.

هغې د مذاکراتو د اجنډا پر ټاکلو کار د خبرو عمده برخه وبلله او وویل: ((تمه دا ده چې جګړه ختمه او اوربند وشي.))

سرابي ویلي: ((هغه څه چې مذاکراتي پلاوي په دوحه کې ترسره کړل د سولې خبرو پیل و، دا یو جنجالي او سخت بهیر و چې مقابل لوري د حللارې په توګه د خبرو له انتخاب څخه ډډه کوله، خو بالاخره زمینه برابره شوه چې خبرې پیل شي، هغه اساسي ګام چې ډېر وخت یې ونیو د طرزالعمل ټاکل و چې دغه سند په بریالیتوب نهايي شو، دا یو اجرایوي سند نه بلکې یو لړ عمده اصول دي چې د مذاکراتو او د افغانستان د راتلونکي څرنګوالی په ډاګه کوي.))

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version