ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې یو څارنوال وژل شوی

15 Dec 2020 - 17:31
15 Dec 2020 - 17:31

کندهار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۹): په کندهار ښار کې د یوه هدفي برید په پایله کې یو څارنوال وژل شوی دی.

پېښه نن له غرمې مخکې د کندهار ښار د دويمې امنیتي حوزې اړوند مشرقي لېسې ته څېرمه شوې ده.

که څه هم د پېښې په اړه چارواکي رسماً څه نه وايي خو یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه څارنوال محمد نبي مظلوم نومېده او د ډنډ ولسوالۍ په استیناف څارنوالۍ کې یې دنده لرله.

سرچینه زیاتوي، هغه نن له کندهار ښار څخه ولسوالۍ ته روان و چې د مخ پټو موټر سایکل سپرو تر برید لاندې راغی او ځای پر ځای ووژل شو.

سرچینې وویل، برید کوونکي تښتېدلي دي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلى.

په کندهار کې له کلونو راهیسې هدفي وژنې روانې دي چې تر دې مهاله په زرګونو نظامي او ملکي کارکوونکي، سرتېري، قومي مشران، مېرمنې او نور په نښه شوي او په ورته توګه وژل شوي دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په کابل او ولايتونو کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version