ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې غړي خان محمد پر موټرو چاودنې ۸ کسان وژلي او ۱۵ نور یي ټپیان کړي

20 Dec 2020 - 10:38
20 Dec 2020 - 10:38

درېیم تعقیب- کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹):  د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ولسي جرګې غړي خان محمد وردګ پر موټرو چاودنې اته کسان وژلي او د خان محمد په ګډون پنځلس کسان په کې ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه چې غږ یې د کابل ښار تر لرو سیمو کې اورېدل شوی، نن سهار د کابل د پنځمې ناحیې اړوند سپبن کلي څلورلاره کې رامنځته شوه. د چاودنې په ساحه کې لیدل کېږي چې درېیو موټرو اور اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزات په خبرپاڼه کې راغلي: «ترهګرو نن د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د یوه ترهګریز برید په ترسره کولو سره په جنایت لاس پورې کړ، ماشومان، ښځې او د پاخه عمر کسان د دغه برید په ټپیانو کې شامل دي او د یادې پېښې شاوخوا کورونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.»

سرچینې زیاته کړې: «د افغانستان د خلکو دښمنانو په وروستیو درېیو میاشتو کې ۳۷ ځانمرګي او ۵۱۰ د ماین چاودنې ترسره کړې چې له بده مرغه نږې ۵۰۰ ملکیان یې شهیدان او له ۱۰۵۰ ډېر یې ټپیان کړي. دغه ډول ترهګریز بریدونه په ټولو جګړه ییزو قوانینو کې جنګي جنایت شمېرل کېږي.»

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې تر اوسه له یادې پېښې پنځه مړي او اته ټپیان روغتونونو وړل شوي دي.

خان محمد د وردګو ولایت اوسېدونکی او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی دی.

د وردګو قومي عالي شورا غړي قاضي حبیب الرحمن ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډاکترانو د خان محمد روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی خو د څلورو ساتونکو روغتیایي وضعیت یې د د اندېښنې وړ دی.

د هغه په خبره، خان محمد او یو شمېر ټپیان د کابل ایمرجنسي او ځیني نور ټپیان د دغه ښار امیري روغتون ته انتقال شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version