ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او ۱۸ نور يې ټپيان کړي

7 Apr 2021 - 11:00
7 Apr 2021 - 11:00

جلال اباد (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او د درېيو پوليسو په ګډون یې ۱۸ نور کسان ټپيان کړی دي.

ځايي چارواکي وايي چې چاودنه نن (د وري ۸۱مه) سهار شاوخوا شپږ بجې د دويمې ناحيې اړوند لغمان اډې سيمه کې شوې ده.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د وري په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، لومړني معلومات يې دا دي چې چاودنه د پوليسو رينجر موټر ته څېرمه شوې، يو پوليس او درې ملکيان يې ټپيان کړي چې وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

خو د ننګرهار ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې تاييد کړه چې د ماين چاودنې له امله دوه ملکيان وژل شوي او د درېيو پوليسو په ګډون اتلس کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه روغتون ته دوه جسدونه او ۱۸ ټپيان ور وړل شوي دي.

دی زياتوي، په ټپيانو کې درې پوليس دي او د څلورو ملکي ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د انصارالله په نوم د پېښې عيني شاهد پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې د سهار له خوا ګڼه ګوڼه ځکه ډېره وي چې هم د لغمان موټرو اډه ده او هم په کې سهار د سبزۍ لنډمهالی مارکېټ جوړېږي.

د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې د چاودنو پېښې زياتې شوې دي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version