ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې پر ځانګړو پوليسو چادونې دوه ملکي وګړي او درې سرتېري ټپيان کړل

2 Jan 2021 - 16:37
2 Jan 2021 - 16:37

جلال اباد (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ځانګړو پوليسو پر رينجر موټر چاودنې دوه ملکي وګړي او درې سرتېري ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان د مرغومي په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن تر غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د نهمې ناحيې په سرخ دېوال سيمه کې د ځانګړو پوليسو په رينجر موټر چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، پېښه د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د سړک غاړې د ځای پرځای شوي ماين له امله رامنځ ته شوې چې دوه ملکي وګړي او درې پوليس سرتېري په کې ټپيان شوي دي.
دی وايي، ملکي کسان په سيمه کې روان وو چې د چاودنې پرمهال ټپيان شوي او وروسته د پوليسو له لوري روغتون ته انتقال شوي دي.
بلخوا د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک اژانس ته وويل، دوی ته درې ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د چاودنې مسووليت تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دی منلی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version