ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د يوې ښځې په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي

20 Dec 2020 - 10:41
20 Dec 2020 - 10:41

ګردېز (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د پکتيا ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د ګردېز اړوند په مهلن سيمه کې د نامعلومو کسانو له خوا دوه سړي او يوه ښځه وژل شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند حيات الله نظامي د لېندۍ په ٣٠مه پژواک ته وويل چې دا کسان په يوه کرولا موټر کې پر ډزو ویشتل شوي.

نظامي وايي، که څه هم د پېښې لامل نه دی معلوم، خو په خبره يې تر ډېره ګومان کېږي چې دا پېښه د ناموسي مسايلو له امله رامنځته شوې وي.

نوموړی زياتوي چې تر اوسه د وژل شوو کسانو هويت او دا چې د کوم ځای اوسېدونکي دي، نه دی معلوم شوی.

پژواک ترلاسه کړي يو تصوير کې ښکاري چې له وژل شوو کسانو سره يو ليک هم غورځول شوی چې په کې ليکل شوي: ((څوک چې پردۍ ښځې اختطافوي، په داسې حال کې چې هغه مېړه هم ولري، دا به يې انجام وي.))

پولیس وايي، مړي يې د پکتيا حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

د سيمې خلک د پېښې په اړه څه نه وايي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version