ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې پنځه ښځې په يوه مياشت کې د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوې

په پکتيا کې پنځه ښځې په يوه مياشت کې د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوې

author avatar
5 Feb 2012 - 12:00
په پکتيا کې پنځه ښځې په يوه مياشت کې د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوې
author avatar
5 Feb 2012 - 12:00

ګردېز (پژواک ١٦سلواغه ۹۰): په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو مسوولين په دغه زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې د لوړوالي خبر ورکوي او وايي، چې په تېره يوه مياشت کې يواځې په پکتيا کې پنځه مېرمنې وژل شوې دي.

 په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون لپاره د بشري حقونو سرپرست رييس شفيق الله نيازي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د روان لمريز کال په تېرو نهو مياشتو کې په دغه زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۷۵ بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.

نيازى وايي، چې د دې ترڅنګ د روان لمريز کال په اوږدو کې په سوېل ختيځ زون کې تر لسو زياتو ښځو او نجونو د زهرو خوړولو او په کورونو کې د ځانونو د زيندۍ کولو له امله ځان وژنې کړي، دغه راز وهل شوي، ډبول شوي او په کورونو کې بندې ساتل شوې دي.

شفيق الله نيازي زياته کړه، چې د سوېل ختيځ زون په کچه په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۴۶ پېښې ثبت شوې وې،خو په روان لمريز کال کې تر اوسه ٢٧٥ پېښې ثبت شوې دي.

د هغه په وينا، په دغو پېښو کې زهر خوړل، د ميراث حق نه ورکول، ځانونه زيندۍ کول، وژنه او داسې نورې شاملې دي.

هغه زياته کړه: ((دا هغه پېښې دي، چې موږ ورباندې خبر شوي يو او زموږ کمېسيون ته په يو نه يو ډول راغلې او ثبت شوې او يا زموږ همکارانو له يو او بل لوري ځان خبر کړی دی او په اړه يې مالومات ترلاسه کړي دي، کېداى شي پېښې له دې هم زياتې وې.))

نيازي زياته کړه، چې په تېره مياشت کې يواځې په پکتيا ولايت کې پنځه مېرمنې د تاوتريخوالي ښکار شوي او وژل شوې دي.

د نوموړي په وينا، په دغې موده کې پنځه مېرمنې د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ اڅک خېلو کلي، د مرکز ګردېز اړوند د بالاده او خټاوي په سيمو کې او يوه بله ښځه د کورني تاوتريخوالي له امله د سېدکرم ولسوالۍ په غوريزې نومې سيمه کې وژل شوې دي او د پنځمې پېښې ځاى معلوم نه دى.

نوموړى له ډېرو جزئياتو ورکولو پرته وويل، چې امنيتي ارګانونو د يادو پنځو ښځو د وژلو په اړه پلټنې پيل کړې دي.

شفيق الله نيازي زياته کړه، چې افغانستان دوديزه ټولنه ده، ډېر وخت د بشري حقونو دفتر، د ښځو چارو رياست او امنيتي ارګانونه په ډېرو پېښو نه خبرېږي او پټې پاتې کېږي.

د هغه په وينا، د ترسره شوو پېښو په اړه يې خپل معلومات له عدلي، قضايي او جنايي ارګانونو سره شريک کړي دي، ترڅو هغوی پرې نور اجراات وکړي.

خو هغه دا ونه ويل، چې په دې برخه کې يادو ارګانونو کوم اجراات ترسره کړي دي.

په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون لپاره د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د څانګې مسوولې زرمينې شمس پژواک اژانس ته په ځانګړې مرکه کې د دغو پېښو د زياتوالي پړه د عامه پوهاوي او سواد زده کړې د کچې ټيټوالی وباله.

هغې زياته کړه، دا چې په ټولنه کې ناوړه دودونه لا هم حاکم دي؛ نو ځکه پر ښځو د تاوتريخوالي پېښې زياتېږي.

زرمينه شمس وايي: ((په تېره يوه مياشت کې، چې پنځه ښځې وژل شوې دي، دوه پېښې يې د قضايي ارګانونو تر څېړنې لاندې دي او په دې بله موضوع کې، چې په احمدابا کې پېښه شوې ده، دوه تنه نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.))

هغه زياته کړه: ((د هرې قضيې عامل او لامل نه څرګنديږي؛ ځکه چې کورنۍ دا ډول وژنو ته د ځان وژنې او يا زهر خوړلو رنګ ورکوي.))

د ګردېز ښار د د بالادې سيمې يوه اوسېدونکي محمدخان پژواک اژانس ته وويل، د يوه کور دوه ښځې، چې په خپلو کې سره يوڼې وې، په يوه اونۍ کې د کورنيو ستونزو پر بنسټ و وژل شوې.

د هغه په وينا، تر اوسه سمه نه ده څرګنده شوې، چې دا ښځې ولې وژل شوې؟ خو د کليوالو خبره ده، چې دا يوه ښځه د خسرګنۍ په کور کې وژل شوې او هغه بله ښځه بيا د نامعلومو کسانو له لوري د خپل پلار په کور کې يوه اونۍ وروسته د شپې له خوا و وژل شوه.

ده زياته کړه: ((د دغو ښځو وژونکي تر اوسه نه پيدا شوي او نه هم نيول شوي دي.))

د احمدابا ولسوالۍ د اځک خېلو د سيمې يوه اوسېدونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په کلي کې د وژل شوې ښځې مېړه له هېواده بهر په کار پسې تللی و او هغه په کور کې پاتې وه او د خسر د نا مشروع غوښتنې له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خو هغه دا ونه ويل، چې دغې مېرمنې په خپله ځان وژلى او که د کورنۍ د بل کوم غړي له خوا وژل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((څومره چې زه د خلکو او کليوالو ښځو له خولې خبر شوی يم، خبره دا وه، چې جلۍ ۱۷ کلنه وه او دوه کاله وړاندې يې واده شوی و، ډېره پاکه او سپېڅلې وه، خو په کور کې خسر ترې نامشروع غوښتنه کړې وه، چې په نه منلو سره يې ژوند تريخ شوی و.))

د سرچينې په وينا، همدا ستونزه په همدې ډول شپږ مياشتې روانه وه، چې بالاخره د نجلۍ د مېړه په کور کې په خپله کوټه کې د شپې مړه موندل شوې وه.

د پکتيا د ولايتي شورا غړې او د دې شورا د ښځو د حقونو د دفاع کمېټې مسوولې زرغونې همت پژواک اژانس ته وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له پېښو خبره ده، خو له دولتي امنيتي ادارو خوابدې په دې ده، چې د پېښو عاملين نه شي نيولای.

هغې زياته کړه، چې په ټوله کې د پکتيا د ښځو پر وړاندې پېښې زياتې شوې، خو د زړو دودونو له امله دغه پېښې پټې پاتې کېږي او څوک پرې نه خبرېږي.

د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد ذکريا پژواک اژانس ته ومنله، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د بېلابېلو لاملونو له امله پنځه ښځې وژل شوې دي.

نوموړي د ډېرو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې په دې اړه يې معلومات ترلاسه کړي او څارنوالۍ ته يې د قضيو د لاسپيناوي لپاره دوسيې استولې دي.

د امنيت امر وايي، په ځينو نورو جنايي پېښو، چې دوى خبر شوي، وخت پر وخت يې اقدام کړی او د بشري حقونو له ادارې سره په همغږۍ يې اجراات کړي دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې نه يواځې په پکتيا، بلکې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي، وروستۍ پېښه په بغلان ولايت کې د سورګل په نوم د يوې ښځې قضيه ده، چې د خسرګنۍ له خوا شپږ مياشتې په بند کې ساتل شوې وه.

ولسمشر حامد کرزي او د علماوو شورا څو ورځې مخکې په ارګ کې د ښځو له استازو سره د ليدنې پر مهال پر دغو پېښو ژوره خواشيني څرګنده کړه.

ولسمشر ويلي وو، څوک چې پر ښځو ظلم کوي، هغوى په اصل کې د اسلام او بشريت دښمنان دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي او د ښځو د حقونو يوه فعاله شينکۍ کړوخېل هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دولتي کچه تل ښځو ته د حقونو د ورکولو او د ستونزو د هوارولو ژمنې شوې، خو په عمل کې بيا دغه ژمنې نه دې پلې شوې.

شينکۍ وايي، چې که په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه زياته وي، نو دوی کولای شي د خپلو حقونو او شته ستونزو د هوارولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.