ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ امنيه قوماندان له څلورو پوليسو سره وژل شوى

22 Dec 2020 - 11:53
22 Dec 2020 - 11:53

کندوز ښار (پژواک، ٢ مرغومى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د قوماندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د چهاردرې ولسوالۍ په عربانو سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د يادې ولسوالۍ د قوماندان سمونيار محمد عمر په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي هم ياده جګړه تاييد کړه او ويې ويل چې په دغه جګړه کې د قوماندان محمد عمر په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

دى وايي چې په ټپيانو کې څلور ملي پوليس او پاتې نور يې سيمه ييز پوليس دي.

ولي زياتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې،خو تر اوسه يې کره شمېره معلومه نه ده.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په عربانو سيمه کې د حکومت دوه پوستې نيولې دي.

دى وايي چې د يادو پوستو د نيولو پرمهال د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٩ حکومتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version