ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز يوه مېرمن: چمتو یم د طالبانو له ښځو سره خبرې وکړم او طالبان سولې ته راوبولم

25 Dec 2020 - 11:19
25 Dec 2020 - 11:19

زرنج(پژواک،٥ مرغومى ٩٩): د نیمروز ۵۲ کلنه اوسېدونکې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په دغه ولایت کې له ۶۰۰ ډېرې اختلافي قضیې حل کړې وايي، که فرصت ورکړل شي د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې به د طالبانو له مېرمنو سره خبرې وکړي او د دوی له لارې به یې نارینه سولې ته وهڅوي.

د زرنج ښار اوسېدونکې شاه ګل ګلزاده تر دوولسم ټولګي له فراغت وروسته د قابلګۍ په څانګه کې زده کړې کړې دي.

ګلزاده د مدني فعالیتونو، روغتیايي خدماتو او تدریس ترڅنګ د کورنیو موضوعاتو، کورني تاوتریخوالي، د میراث وېش او نور سلګونه کورني موضوعاتو حل کړي دي.

نوموړې پنځه زامن او څلور لوڼې لري او له خپل کورني ژونده خوښه ده.

هغه زغم، یو او بل منل او تېرېدنه د ځان او خاوند ترمنځ د خوښۍ او سوله ییز ژوند راز بولي.

یاده مېرمن چې په خپله سیمه کې یې د څو کلونو لپاره د ولادت په برخه کې کار کړی دی په دې اړه چې څرنګه یې د کورنیو قضیو حل ته مخه کړې پژواک ته وویل: “ښځو به د ولادت پر مهال د خپل ژوند د سختیو کیسه راته کوله، له دوی سره د تاوتریخوالي بېلا بېل ډولونه یې راته بیانول چې زه یې ډېره ځورولم، له ځان سره مې فکر وکړ چې څه ډول به وکولای شم یادې ښځې له دې ستونزې خلاصې کړم، ورو ورو مې له یوه کور، دوه کورنیو او درېیو کورنیو پیل وکړ، د دغه کار مثبتو پایلو روحیه راکړه چې باید په دې برخه کې شپه او ورځ هڅې وکړم، او اوس خوشاله یم چې سلګونه دغه ډول قضیې مې حل کړې او کورنۍ مې له جلاتوب ژغورلې دي.”

هغې د ځینو خلکو د نظر په اړه چې د ښځو پر وړتیا او استعداد بې باوره دي وویل: “په تېرو ۲۰ کلونو کې بېلا بېلې اختلافي او د کورني تاوتریخوالي د ۶۲۰ قضیو حل د یوې افغانې قدرت او وړتیا ثابتوي.”

ګلزادې حل شوو قضیو د څرنګوالي په اړه وویل: “د کوچینو کورنیو قضیو لکه د خواښې او ناوې ترمنځ جنجال، د ښځو او خاوند ترمنځ جنجال، د ورڼو او خویندو یا د کاکا زامنو ترمنځ د میراث پر سر دعوا څخه نیولې تر لویو قضیو لکه د اوبو او ځمکې وېش چې دوام یې ان د مرګ لامل کېده حل کړې مې دي، او اوس دا توان لرم چې د الله ج په مرسته تر دې هم لویې قضیې حل کړم.”

یادې مېرمنې وویل، د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې چې هر ګام اخلي او مثبته نتیجه ترلاسه کوي انرژۍ او توانايي يې لس برابره زیاتوي او احساس کوي چې په دې برخه کې د پخوا په پرتله ښه او ډېر کار وکړي.

نوموړې د بېلګې په توګه د هغې قضیې کیسه کوي چې دې حل کړې او وايي: “په ۱۳۹۰ کال کې مې د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې د ګله بچه او دره شک کلیو د اوسېدونکو ترمنځ د اوبو د وېش له امله شخړه رامنځته شوه، داسې حالت راغی چې ان خلکو یو او بل په بېلچه او کلنګ ووهل، ټپیان شول او ان وضعیت یې داسې حد ته ورسېد چې د یو او بل پر واده شوو لوڼو یې ظلم پیل کړی و، او که دغې ستونزې دوام کړی وای نو مرګ او ژوبله به رامنځته شوې وای. د څو قومي مشرانو په همکارۍ هغې ولسوالۍ ته لاړم او د دواړو لوریو له یو شمېر سپین ږیرو سره مې خبرې وکړې، زموږ ناستو څو ورځې دوام وکړ تر دې چې دواړه لوري مې قانع کړل چې له شخړې لاس واخلي او ستونزه یې حل شوه، په وروستۍ ناسته کې مې اوبه په انصافي ډول د دوی ترمنځ ووېشلې.”

ګلزادې چې د خبرو پر مهال یې پر څېره خوښې ترسترګو کېده وویل، د داسې قضیو په حل کېدو ډېره خوشاله کېږم او دغه خوښي ماته تل توان راکوي، ځکه د یادو قضیو په حل کېدو نه یوازې د کورنۍ نارینه له وژنو خلاصی مومي، بلکې د ښځو پر وړاندې کورنۍ تاوتریخوالی هم له منځه ځي.

ګلزاده په داسې حال کې چې د قضیو پر حل کېدو کې منځګړیتوب اغېزناک خو په ورته وخت کې ستونزمن بولي وايي، رښتینی منځګړیتوب د لویو قضیو د حل او ان په هېواد کې د څو کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره غوره معادله کېدای شي.

نوموړې په دې باور ده چې د نارینه وو تر څنګ ښځې هم هیله لري چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د منځګړي په توګه کار وکړي او دواړه لوري سولې او اوربند ته وهڅوي.

یاده مېرمن وايي، په خپل بدن کې دغه توانايي احساسوي او هیله لري چې زمینه ورته مساعده شي څو د هېواد لرې پرتو سیمو ان هغو سیمو ته لاړه شي چې طالبان په کې واکمن دي او د طالبانو له ښځو سره خبرې وکړي او سولې ته یې وهڅوي چې وروسته د دوی له لارې د هغو خاوندان قانع کړي چې په هېواد کې جګړه پای ته ورسوي.

مېرمن ګلزاده پژواک ته وویل، له طالبانو سره د خبرو تجربه لري او توانېدلې چې په دغه ولایت کې د خلکو ترمنځ لویه ستونزه حل کړي.

هغې وویل: ” په ۱۳۹۲ کال کې طالبانو د نیمروز په یوه ولسوالۍ کې نجونې ښوونځي ته له تګ منعه کړې وې، زه یادې ولسوالۍ ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لاړم او د کارونو په جریان کې مې له یوه طالب قوماندان سره خبرې وکړې او سلګونه نجونو ته مې ښوونځي ته د تګ اجازه ترې واخیسته.”

د نوموړې په خبره، د یاد کار له امله د سولې او امنیت انستیتیوت او عالي شورا ستاینلیک راکړ.

هغه سوله د هر افغان هیله بولي او وايي، د طالبانو په ګډون ټول افغانان د جګړې او ورور وژنې له دوامه ستړي شوي، که دواړه لوري د سولې لپاره رښتینې هڅې وکړي حتما سوله ټینګېږي.

ګلزاده چې د نیمروز د کلیو او بانډو د اوسېدونکو د درد ډېرې کیسې لري پژواک ته وویل: “طالبان هم د همدې وطن اولادونه دي، باید خبرو ته یې غوږ ونیول شي، دوی هم د زړه درد لري، که یې غږ واورېدل شي او رښتینې خبرې ورسره وشي حتما سوله کوي.”

د دې په باور، په وطن کې هغه وخت سوله راځي چې په ملي کچه هڅې وشي او د ښځو او نارینه وو په ګډون ټول افغانان په دې برخه کې عملي کار وکړي.

هغې زیاته کړه: “که څوک د سولې واقعي معنا وپېژني چې سوله څه ته وايي، «سوله په دې معنا چې زه تاوتریخوالی نه کوم، زه له خلکو او هېواد سره مینه لرم» بیا حتمن سوله راځي او زما په نظر د سولې لپاره باید هر څوک د خپل توان تر کچې د کورنۍ، ټولنې، کلي، ولسوالۍ او بالاخره هېواد په کچه هڅه وکړي.”

هغه وايي چې چمتو ده د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړه شي او د سولې لپاره کار وکړي.

ګلزاده وویل: “که زه د طالبانو مېرمنو ته ورشم ورته وایم چې راځئ نور خپل سړي له جګړې منعه کړو، جګړې ټول کونډې او یتیمان کړل، په دواړو خواوو کې افغانان وژل کېږي، د افغان اولاد یتیم کېږي، د افغان ښځه او لور بدبخت کېږي، نور بس دی.”

ګلزاده ادعا کوي چې خلکو ته د صحي او قابله ګي خدمتونو او د مدني فعالیت په دوران کې يې د طالبانو د میرمنو، میندو او خورګانو سره خبرې کړي او که ورته زمینه برابره شي غواړي بیا بیا خبرې وکړي ځکه چې د نیمروز ښځې پرې باور کوي.

هغه وايي: “هغه پېژندګلوي چې مي خلکو ته د خدمت په دوران کې ترلاسه کړی او هغه اړيکي چې د نیمروز د دلارام، بکوا او خاشرود د خلکو سره لرم، غواړم د خپلې ټولنې د نورو ښځو سره د طالبانو د میرمنو، مور او خويندو سره خبرې وکړم.”

مېرمن ګلزاده د نیمروز د زرنج په ښار کې مخکښو ښځو ټولنیزه ټولنه (PWSA) لري چې دوه سوه ښځې يې غړیتوب لري، هغه وايي: “زه هم د مور په صفت غواړم د طالبانو د میندو، میرمنو سره د زړه خواله وکړم او د سولې په اړه خبرې وکړم، تر څو سولې ته لار پرانېزو، یو بل ته قناعت ورکړو او سولې ته ورسېږو.”

دا مېرمن د نورو کارونو تر څنګ شاعره هم ده او د سولې لپاره ځینې شعرونه هم لري.

هغه د سولې خبرو پایلو ته چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د حکومت او طالبانو ترمنځ په قطر کې پیل شوې ډېره خوشبینه وه، د یوې مور او یوې خور په توګه له دولت او طالبانو غواړي چې د کونډو، یتیمو ماشومانو، معلولینو او شهیدانو درد احساس کړي، اختلافات پرېږدي او له زورواکۍ، خود خواهۍ، ځان غوښتنې تېر شي او هغه څلوېښت کلنه جګړه چې مېرمنې په کې زیانمنې شوې پای ته ورسوي.

مېرمن ګلزاده د قطر مذاکرات یو تاریخي فرصت بولي او وایي چې شپه او ورځ یې د الله دربار ته د دعا لاسونه پورته کړي هیله لري چې د جګړې تیاره شپه پای ومومي او په دې هېواد کې د سولې لمر راپورته شي.

د ګلزاده د فعالیتونو په اړه د خلکو نظرونه

د دې ولایت د کنګ ولسوالۍ د ګله بچه کلي اوسېدونکې زرغونې پژواک ته وویل: “هغه کارونه چې مېرمن ګلزاده یې ترسره کوي د درناوي وړ دي، مېرمن ګلزاده توانېدلې د ډېرو ستونزو په ګډون یوه لو یه ستونزه چې زموږ په سیمه کې د اوبو وېش و، هوار کړي او د خلکو ترمنځ سوله وکړي.”

نوموړې هم وایي چې په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره منځګړیتوب یوه ښه لاره ده.

په نیمروز کې مدني فعاله فرشته شېرزاد په دې اړه وایي: “مېرمن ګلزاده د ژوند څو کلونه د خلکو تر منځ د شخړو په له منځه وړلو تېر کړي، له کوم مادي امتیاز پرته فعالیت کوي، کارونه یې د سولې راوستلو لپاره د درناوي وړ دي. ”

هغه زیاتوي: “مېرمن ګلزاده په رښتیا ثابته کړه چې ښځې هم کولای شي د سولې سفیرانې شي او په سوله او ثبات کې مثبت رول ولوبوي.”

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version