مزارشریف (پژواک، ۵مرغومی ۹۹) : په بلخ کې د شاهین قول اردو د شپږم کنډک قوماندان تورن محمد قاسم پیکار د ملي اردو له یوه بل منسوب سره ووژل شو او دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول حنیف رضایي پژواک ته وویل چې دغه پېښه د مرغومي په ۵مه د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
رضایي زیاته کړه چې نن سهار د ملي اردو کومکي ځواکونه چهاربولک ولسوالۍ ته پر لاره وو چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرې د ماین چاودنه وشوه.
د رضایي په خبره، په دغه چاودنه کې د شاهین قول اردو د شپږم کنډک قوماندان تورن محمد قاسم پیکار او د ملي اردو یو بل منسوب وژل شوي او دوه نور سرتېري ټپیان دي.
د قول اردو ویاند وايي، نن سهار په چهاربولک ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې ۱۰ طالبان په کې وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن