ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شاهین قول اردو د درېیمې لوا ګارنیزیون قوماندان وژل شوی

26 Dec 2020 - 15:53
26 Dec 2020 - 15:53

مزارشريف (پژواک، ٦ مرغومى ٩٩): په شمال کې د شاهين قول اردو د درېيمې لوا ګارنيزيون قوماندان د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ امنيه قوماندان سيد عارف اقبالي د مرغومي په ٦مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په بودنه قلعه سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د شاهین قول اردو د درېیمې لوا ګارنیزیون قوماندان محمد طارق باندې د ګزمې پر مهال چاودنه وشوه او ووژل شو.
اقبالي وايي چې په چا دې چاودنه کې د ملي اردو دوه نور سرتېري ټپیان دي.
د يادې ولسوالۍ د بودنه قلعه کلي یوه اوسېدونکي محمد اصف پژواک ته وویل چې په سیمه کې یې تېره شپه تر سهاره جګړه روانه وه او ښکېلو خواوو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
وسله والو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغه برید کې یې د قوماندان طارق په ګډون ۶ سرتېري وژلي او ۵ نور ټپیان دي.
شاهین قول اردو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د يادونې ده، تېره اوونۍ د يادې قول اردو شپږم کنډک قوماندان هم په يوه چاودنه کې وژل شوى و.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version