ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک: ګاونډي او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنو لاس واخلي

31 Dec 2020 - 15:57
31 Dec 2020 - 15:57

خوست ښار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۹): د خوست يو شمېر اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې له ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ايران او روسيې وغوښتل چې د سولې روان بهير پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.
هغوی چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، د مرغومي په ۱۱مه د خوست په مرکز کې غونډه جوړه کړې وه.
دوى ويل چې ګاونډي او د سيمې هېوادونه دې په افغانستان کې خپلې ګټې د جنګ او وژنې پر ځای له نورو مشروع لارو خوندي کړي.
دوی د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د هغو څرګندونو په اړه هم غبرګون وښود چې له طلوع ټلوېزيون سره د مرکې په ترڅ کې د افغانستان حکومت غوښتنه وکړه چې د فاطميون له کسانو دې د ترهګرو ډلو د مقابلې لپاره کار واخلي.
د يووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي چې دا غونډه يې رابللې وه، وويل، هغو خلکو چې له دې مخکې يې د ايران او روسيې په ملاتړ په مختلفو نومونو دا وطن ړنګ کړی، نن بيا د دويم مقاومت خبره کوي.
هغه وويل، د خوست خلک به د هغو کسانو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي چې په بېلابېلو نومونو سره جنګ ته لمن وهي او د سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.
دی زياتوي: ((دوی کوم مقاومت يادوي، هغه مقاومت چې د افغانانو په سرونو کې يې مېخونه ټک وهل، هغه مقاومت چې ناهېد له پنځم پوړ څخه د خپل عفت ساتلو په خاطر ځان را وغورځاوه. خو دا دوی نه وايي، دا هماغه روسان دي چې همدغو خلکو ته يې هم د مجاهد په نامه کومک ورکاوه او دا هماغه روسان دي چې همدغو خلکو باندې يې د جبل سراج ننګين تړون امضا کړ او افغانستان يې نن تر همدې حاله ورساوه.))
د غونډې ګډونوالو پر افغان حکومت هم انتقاد وکړ چې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د څرګندونو او د روسانو د دويم مقاومت د پيلېدو خبرې په اړه چوپه خوله دي او هېڅ غبرګون يې نه کړ څرګند.
د توريالي منګل په نوم يوه قومي مشر دې غونډې ته وويل، اوسنۍ جګړه چې د سيمې هېوادونو د خپلو ګټو لپاره پيل کړې، هغه وخت ختمېږي چې افغان ولس سره يو شي او د سولې مخالفينو پر وړاندې غږ اوچت کړي.
نوموړي له افغان حکومت او وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې له شته فرصته واخلي او د سولې روانو بين الافغاني مذاکراتو په لړ کې ژر يوې موافقې ته سره ورسېږي.
هغه زياته کړه: ((دا ملت د بهرنيو هېوادونو شومو پلانونو ته د پلي کولو اجازه نه ورکوي. له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو څخه مو هيله دا ده چې اول خو بايد د درېيمګړي په توګه د افغانستان په مسئله کې د زړه له اخلاصه کار وکړي، که دا کار نه کوي نو زموږ په چارو کې دې مداخله نه کوي او نه هم اجازه ورکوو.))
د غونډې يو بل ګډونوال او د شيخ زايد پوهنتون استاد رباني وحدت خپلو خبرو کې وويل، د ګاونډيو هېوادونو کړنې له افغانستان سره نه انساني دي او نه د ګاونډيتوب پر اصل ولاړې دي.
هغه وويل، که چېرې دوی غواړي په افغانستان کې خپلې ګټې ترلاسه کړي، د ترهګرو د ملاتړ او نورو تخريبي کړنو پر خای دې مشروع لارې غوره کړي.
دی وايي: ((موږ دوست نه لرو، نه مو ګاونډي هېوادونه دوستان دي او نه د سيمې نور هېوادونه؛ که موږ ايران مثال را واخلو زموږ ګاونډی او اسلامي هېواد دی، اما کړنې، غوښتنې او پلانونه يې نه اسلامي دي او نه هم د ګاونډيتوب د اصل مطابق.))
د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان په چارو کې بايد لاسوهنې ونه شي.
د يادونې ده، له دې وړاندې هم ورته غونډې شوې دي، خو کومه مثبته پايله يې له ځان سره نه درلوده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version