ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: د کرونا نوي ډول ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره دې سفرونه کم شي

2 Jan 2021 - 14:33
2 Jan 2021 - 14:33

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۹): د افغانستان عامې روغتیا وزارت په ځينو هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو له ثبت وروسته له خلکو غوښي چې سفرونه کم کړي او د ناروغۍ د نښو په ښکارېدو دې ځانونه کرنتین کړي.

کرونا ویروس شاوخوا یو کال مخکې په چین کې وپېژندل شو، ورپسې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم خپور شو، خو په دې وروستیو کې په یو شمېر هېوادونه لکه برېتانیا او امریکا کې د دغه ویروس د «نوي ډول» خپرېدو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونه توانېدلي چې پر کرونا ویروس د نه اخته کېدو واکسین جوړ کړي.

د یادونې ده، د «کرونا جنټیکي نوی ډول» لومړۍ نمونه د روان کال د لېندۍ میاشتې په وروستیو کې په ډېر عمر لرونکي کس کې چې د بدن ایمني سیستم یې کمزوری و، د انګلستان په کمبرېج کې ولیدل شو چې له ډېر مراقبت سره سره د یاد کس د مړینې لامل شو.

ځينو هېوادونو په دې وروستیو کې په بېړنۍ توګه د کرونا له نوي ډول ویروس سره د مبارزې په خاطر ورودي پروازونه بند کړي او اورګاډي یې درولي دي.

د کرونا ډېر سرایت لرونکی نوی ډول څه شی دی؟

د روغتیايي چارو پوهان وايي چې د کرونا نوی ډول ویروس د مخکني هغه په پرتله ډېر ساري خو خطرناک نه دی.

د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د داخلي ناروغیو اسوشېټ پروفیسور، د زړه او تنفسي ناروغیو او بحراني مراقبتونو فوق تخصص پژواک ته وویل، په انګلستان کې د کرونا نوي ډول ویروس خپرېدل، نوی ویروس نه دی، بلکې د هماغه کرونا ویروس تغییر شوی شکل دی.

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس نوی ډول تر اوسه په افغانستان کې له لابراتواري نظره نه یوازې د تشخیص وړ نه دی، بلکې له کلینیکي نظره هم د کرونا له مخکنيو ډولونو سره تشخیص او تفریق کېږي.

نوموړي زیاته کړه، تر اوسه طبي ټولنې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کرونا د تازه او خطرناکې بڼې خپرېدو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

پاکطین دې ته په اشاره چې تر اوسه د کرونا څو ډولونه، په ځانګړې توګه L او S ډولنه پېژندل شوي او هغه مړینه چې په چین کې یې راپور ورکړل شوی و، د L ډوله له امله وه.

هغه زیاته کړه، په سکاټلېنډ کې د ترسره شوو مطالعو پر اساس، په تېرو اتو میاشتو کې د دغه ویروس په معلومو ډولونو کې د اووه زره میوټیشن خبر ورکړل شوی دی.

میوټېشن: «د ویروس د کاپي اخیستو هغه بهیر دی چې ویروس هڅه کوي ځان کاپي کړي. که د هغې برخې چې نسخه یې اخیستل کېږي، په کاپي اخیستو یا ورته والي کې تېروتنه وشي، دغه حالت ته میوټېشن یا جهش وايي.»

د پاکطین په خبره، په اصل کې د ویروسي جهش تمه دا ده چې په یوه میاشت کې باید یو یا دوه میوټېشن واقع شي، خو د کرونا ویروس ځانکړي خاصیت ټول مخکني قوانین مات کړل او د روان کال د اپرېل میاشتې تر ۲۰مې نېټې د کرونا د نوي ویروس له ۱۰زرو راپور ورکړل شوو سترینو څخه د ۴۳۰۰ میوټېشن خبر ورکړل شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ورته وخت کې ویروس د ځوانانو او ډېر عمر لرونکو کسانو به بدن کې کولای شي بېلابېل اعراض رامنځته کړي خو د ناروغۍ د شدت او پرمختګ لپاره دوه ټکي مهم دي. لومړۍ له یوه لوري د مېزبان مستعد والی او دویم د ویروس میوټېشن شوې بڼه چې له یوه لوري د مړینې لامل کېدای شي.

هغه وايي، د کرونا ویروس نوې بڼه چې په انګلستان کې پېژندل شوې، د B.1.1.7 په نوم نومول شوی چې د خپرېدو قدرت یې ۶۰ سلنه ډېر دی، تر اوسه دې ډول ۱۷ میوټېشن حاصل کړی چې اته میوټېشن یې د سپايک د پروټينونو په پوښ کې چې د انسان د بدن په اخذو کې د انتاني دورې په لومړیو مرحلو کې تړل کېږي.

ډاکتر پاکطین د تازه میوټېشنونو پر وړاندې د واکسین اغېزناکوالي ته په اشاره وویل: “د واکسین یوه ستونزه دا ده چې ښايي ځيني تازه او نابلده میوټېشنونه تر ایمني پوښښ لاندې رانه ولي. ”

په ورته وخت کې د افغان- جاپان روغتون پخواني رییس ډاکتر حکیم صالح په کرونا ویروس کې تغییرات یو طبیعي امر بولي او وايي، دغه ډول تغییرات د کرونا ویروس د نوې نوعې لامل شوي دي.

هغه د کرونا ویروس نښې نښانې ورته وبللې او ویې ویل، د پخواني ویروس او نوي ډول ویروس ترمنځ توپیر د هغه په تکثیر او خپرېدو کې دی.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: “تر اوسه یې خطر معلوم نه دی او له نېکه مرغه تر اوسه د دغه ډول واقعه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې. ”

صالح له عامې روغتیا وزارته وغوښتل چې د سرحدونو په تړلو په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه نوعې خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي.

د کرونا نوی ډول ویروس د اندېښنې وړ نه دی خو خلک دې سفرونه بند کړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري پژواک ته وویل، په ځينو هېوادونو کې د کرونا ویروس په میوټېشن شوې ترسره شوې څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس نیو ډول له جنیټیکي اړخه مختلف دی خو د شکل له اړخه یې خاص تغییر نه دی کړی.

هغې وویل، ترسره شوې لابراتواري څېړنې ښيي چې تر اوسه د ویروس د تازه نوعې تکثیر او خپرېدل ډېر دي، خو په دې اړه ډېرې څېړنې نه دي شوې چې ایا دغه ډول د مخکني ډول په پرتله ډېر خطرناک دی او کنه.

نوموړې د دې په څرګندولو سره چې د مخکني کرونا ویروس او د دغه نوي ډول ویروس خپرېدو د مخنیوي تدابیر توپیر نه لري وايي، په تدابیرو کار روان دی او د ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره باید روغتیايي سپارښتنې مراعات شي.

مېرمن جعفري دې ته په اشاره چې افغانستان په بحراني دوره (د کرونا ویروس په دویمه څپه) کې قرار لري، له خلکو وغوښتل چې د تشویش پر ځای روغتیايي ټکي مراعات کړي.

د عامې روغتیا مرستیال ویاندې په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې سفرونه کم کړي او که د کرونا نښې او نښانې په کې ولیدل شوې، نو ځانونه دې کرنتین کړي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version