کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۹): له شاوخوا شلو کلونو وروسته د کندهار ښار د عيدګاه جومات پاتې رغنيزې چارې نن د مرغومي په ۱۷مه پيل شوې.
د دغه جومات بنسټ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اېښودل شوی و چې د هغوی له پرځېدو وروسته يې کارونه نيمګړي پاتې وو.
د ياد شوي عيدګاه جومات د پاتې رغنيزو چارو د پيلولو په مراسمو کې د کندهار ولايت د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغا لالي دستګيري، د ملي پراختيا او ملاتړ ادارې د کندهار زون مسوول محمد صابر واحدي، د ولايتي شورا غړو، د حج او وقاف او يو شمېر نورو رياستونو استازو او ديني عالمانو ګډون کړی وو.
د ملي پراختيا او ملاتړ ادارې د کندهار زون مسوول محمد صابر واحدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار ښار د لوی عيدګاه جومات پاتې رغنيزې چارې د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه نن پيل شوې.
هغه زياته کړه، دغه پروژه د افغان ساختماني دستګاه له خوا د څه باندې ۱۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کال په موده کې په ۴ برخو کې پلې کېږي.
د ده په خبره، په دې پروژه کې د جومات د مرکزي ګونبزې، ۲ عمومي برنډو، ۴ منارونو، د احاطې دېوال، ۴ برجونو، عصري تشنابونو، د اوبو څاه، د اوبو ذخيرې، د ۴ تخنیکي اطاقونو او د برق سیستم جوړولو او د عیدګاه اړوند د ټولې ساحې سرسبزه کول شامل دي.
د کندهار ولایت د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري له ولسمشر څخه مننه وکړه چې د خلکو ۲۰ کلنه هیله یې په رښتیا بدله کړه او د دغه جومات د جوړولو لپاره یې بودیجه منظوره کړه.
هغه له اړوندې ساختماني دستګاه وغوښتل چې د جومات د جوړولو چارې په ښه کیفیت په ټاکلې موده کې بشپړې کړي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي نعمت الله وفا د دغه جومات د جوړولو د چارو پیل د حکومت له خوا د اسلامي او تاریخي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهم ګام وباله.
ده هم هیله وښودله څو د دغه جومات چارې په ټاکلې موده کې له معیار سره سمې ترسره شي.
د کندهار اوسېدونکي خوښي ښيي چې له شلو کلونو وروسته حکومت د دغه ښار د لوی عیدګاه جومات پاتې رغنیزې چارې پيلوي.
د دغې سیمې یوه مخور حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسني عیدګاه جومات بنسټ کندهار پوهنتون ته څېرمه په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کېښودل شو چې د هغوی له سقوط سره یې چارې نیمګړې پاتې شوې.
ده زیاته کړه، دغه جومات چې یوه ګومبزه او ۶ برجونه لري، هغه مهال یې شاوخوا ۲۰ یا ۳۰ سلنه کارونه شوي وو.
نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل چې د دغه جومات کارونه په ټاکلې موده کې په معیاري بڼه بشپړ کړي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې حکومت دې د حضرت عمر فاروق جامع جومات پاتې چارې هم بشپړې کړي چې له ډېرې مودې راهیسې نیمګړې پاتې دي.
د دغه جومات بنسټ هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اېښودل شوی چې حکومت یې د جوړولو چارې څو کاله مخکې پیل کړي خو اوس درېدلې دي
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن