کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۹): د کابل ښار د لومړيو مکروريانونو اوسېدونکي، په دغو مکروریانونو کې د مرکزګرمۍ له نه فعال کېدو سرټکوي، خو حکومت وایي چې په روان ژمي کې د دغې ستونزې د حل ژمنه نه شي کولای.
د کابل ښار د لومړي مکروريان اوسېدونکي عبدالصمد کوهستاني نن (د مرغومي ۲۱مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو مکروریانونو د مرکزګرمۍ سیستم تېر کال له ژمي مخکې خراب شوی او تر اوسه نه دی جوړ شوی.
دی وایي، د مکروریانونو د ساتنې او مراقبت تصدۍ چارواکو ژمنه کړې وه چې د يادو مکروريانونو مرکز ګرمۍ به د تېرې ليندۍ میاشتې په ۱۵مه فعالې کړي، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.
دی وایي چې یادو مکروریانونو د مرکزګرمۍ سیستم شاوخوا نهه کاله مخکې ترمیم شوی و، خو زیاتوي چې د فني کسانو په خبره، له دې امله چې د روسي نلونو پر ځای یې پاکستاني نلونه کارولي، دغه سیستم اوس بیا خراب شوی دی.
د لومړي مکروريان بل اوسېدونکی صفي الله کريمي هم ياده ستونزه تاييدوي او وایي:«دلته مافيا حاکمه ده، هر څه چې کوي څوک ورنه پوښتنه نه شي کولای؛ زموږ د بلاکونو اوسېدونکي هم په يوه خوله نه دي او خپل حق نه شي غوښتلای؛ چارواکي هم په دې فکر کې دي چې راځه د مکروريانو پر خلکو چې هر څه کوې ځانونه غلي نيسي.»
هغه وایي چې د دغو مکروریانونو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه چې هوا سړه ده، ۲۴ ساعته برېښنا نشته او د مکروریانونو په کورونو کې د زغالو او لرګیو د بخاریو کارول هم شوني نه دي، ځکه چې سیستم یې د دغه ډول بخاریو لپاره نه دی جوړ شوی.
دی وايي، د ورځې ګازي بخارۍ کاروي خو په شپه کې د بیده کېدو پر مهال چې هوا هم ډېره سړه وي، ګازي بخارۍ هم نه شي کارولای؛ ځکه چې خطر لري.
د مکروريانونو د حفظ او مراقبت د تصدۍ مشر ډاکټر عبدالاحد سهرابي پژواک خبري اژانس ته وویل چي د لومړو مکروريانونو د مرکز ګرمۍ د شبکې ډېر نلونه شړېدلي او د استهلاک موده يې پوره شوې ده.
دی چې شاوخوا دوه مياشتې کېږي د يادې تصدۍ د مشر په توګه ټاکل شوی، وایي چې د لومړي مکروريان بخارخونه له تېرو ۲۸ کلونو راهيسې غير فعاله ده او دغو مکروریانونو ته په دې وروستیو کلونو کې د نورو مکروریانونو له بخارخونو ګرمې اوبه لېږدول کېدې، خو اوس د لومړي مکروریان د شبکې نلونه هم شړېدلي او له نورو بخارخونو هم اوبه نه شي ورلېږدول کېدای.
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل:« زموږ همکاران کوښښ کوي چې ستونزه حل شي؛ خو ياده شبکه اساسي ترميم ته اړتیا لري.»
دی، وایي، چې څو کاله مخکې د لومړیو مکروریانونو د مرکزګرمۍ شبکې ترمیم شوی، او که خلک داسې اسناد لري چې د روسي نلونو پر ځای پاکستاني په کې کارول شوي، وړاندې دې کړي.
د ولسمشر لومري مرستيال امرالله صالح بیا پر خپله فېسبوکپاڼه ليکلي:«د زړو يا لومړي مکروريان شريفو خلکو! ستاسو د مرکز ګرمۍ ټول سیستم شړېدلی او له منځه تللی، ستاسو شکايت مو واورېده؛ د ياد سيستم جوړول د ښاروالۍ له مالي توان څخه لوړ دي، بايد بنسټيزه رسېدنه ورته وشي.»
دی وايي:«متاسفانه په سږني ژمي کې زه تاسو ته د مرکز ګرمۍ د فعالېدو ژمنه نه شم درکولی، دا لنډمهاله او د یوې شپې کار نه دی، درېغی چې زه په اوړي کې خبر شوی وای چې ستونزه چېرې ته ده؛ هیله ده بدیله چاره پيدا کړئ.»
Views: 77
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن