ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروردانش: لنډ مهالې ادارې ته اړتیا نه لیدل کیږي

13 Jan 2021 - 18:09
13 Jan 2021 - 18:09

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٩) : د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وايي چې د اساسي قانون تعدیل د هغه د لغوه کېدو په معنی نه دی .

نوموړي دا څرګندونې نن د مرغومي په ٢٤مه، د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د اساسي قانون په اړه جوړې شوې يوې ناستې ته وکړې.

دانش وویل چې په اوسنيو شرایطو کې سولې ته د رسېدو لپاره لنډ مهالې ادارې ته بشپړه اړتیا نه لیدل کیږي.

هغه زياته کړه چې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره باید د انتخاباتو له لارې جمهوریت رامنځته کول په نظام کې ټولو قومونو ته ځای، مدني ازادۍ، د اوسني حقوقي نظم دوام او د اساسي قانون مشروعیت دی.

سرور دانش وايي، خلک دې د تلپاتې سولې لپاره باید لاس سره یو او له جمهوریت څخه ملاتړ وکړي.

د ولسمشر دويم مرستيال وويل چې د سولې خبرې په لومړي پړوا کې دي او د تلپاتې سولې لپاره باید هیڅ هوکړه لیک پټ موارد ونه لري او باید ټولو شخړه پاروونکو عواملو ته پام وشي .

د هغه په وینا، هره جګړه کې د ګټو يو ډول تضاد موجود وي او باید د اړخونو د ګټو ترمنځ تعادل رامنځته شي، څو دا تعادل د سولې د پایښت لامل وګرځي.

ده زياته کړه، چې  د اساسي قانون تعديل د هغه دلغوه کېدو په معنى نه دى.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي يادې غونډې ته وویل، د اساسي قانون دیني او مذهبي مسایل هیڅ د بحث او انتقاد وړ نه دي او په دې کې داسې څه نشته چې د اسلام خلاف وي او د اتباعو اساسي حقونه یې له اسلام سره سم دي.

د هغه په وینا، سوله يوه اړتيا ده څو په هېواد کې ر وان تاوتریخوالی ختم شي او ټول باید په دې پوه شي چې په زور هیڅوک خپل اهداف نه شي تر لاسه کولی.

ده زیاته کړه چې هيڅ کله به چاته اجازه ور نه کړي چې له دې اړتيا او مجبوريته ناوړه ګټه واخلي او په تاریخ معامله وکړي.

د هغه په وینا، اساسي قانون د تعدیل وړ دی خو د معاملې وړ نه دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست عبدالله خنجاني وویل چې د اساسي قانون نمانځنې هدف دا دی چې په دې وروستیو کې د سیاسي تنګ نظرۍ له ګواښ سره تر پخوا ډير مخ دي او دوی باید د مسوولو وګړو په توګه چوپ پاتې نه شي.

هغه زياته کړه، دا ډول پروګرامونه ټولو ته ور یادوي چې د اساسي قانون اصلي مالکان د افغانستان خلک دي.

د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون غړي او سرپرست عبدالله شفاهي وویل، د محتوا له پلوه د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه ښه دی، خو د تطبق له اړخه باید غور پرې وشي .

هغه وایي چې د اساسي قانون په تطبیق کې مشکلات شته خلک او حکومت دواړه مسوولیت لري چې باید ادا یې کړي .

شفاهي وایي چې اساسي قانون د دې نظام لاسته راوړنه ده چې د ښه تطبیق او اجرا لپاره یې باید لاس په کار شو.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version