ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ګیزاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

15 Jan 2021 - 15:59
15 Jan 2021 - 15:59

ترينکوټ ( پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٩) : ځايي مسوولین وایي چې د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ تر لس ورځنیو پوځي عملیاتو وروسته په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد وایي، ګیزاب کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات لس ورځې وړاندې پیل شوي وو چې نن په بریاليتوب سره پای ته ورسېدل.
هغه زياته کړه، د ګيزاب ولسوالۍ ټولې سیمې چې يادې ډلې له څو میاشتو راهیسې په خپل کنټرول کې درلودې، ترې ونیول شوې.
والي وایي، د ګډو ځواکونو له خوا په پیل شوو پوځي عملیاتو کې ۵۵ وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې د یوه مهم قوماندان په ګډون يې ۳۳ تنه وژل شوي او نور ټپيان دي.
بلخوا له دغې ولسوالۍ څخه مرکز ترینکوټ ته را بې ځایه شوې کورنۍ له دولت څخه غواړي چې يادې ولسوالۍ ته د دوى د بیا ورتګ زمينه برابره کړي.
د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي بيا پژواک ته وویل، چې ګیزاب ولسوالۍ لاهم د دوی په کنټرول کې ده او دولت هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version