ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: حکومت دې د هدفي وژنو جدي مخنيوي وکړي

19 Jan 2021 - 15:38
19 Jan 2021 - 15:38

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومی ۹۹): په کابل کې يو شمېر مدني فعالان وايي چې يواځې په غندنو نه کيږي حکومت بايد په جدي توګه د هدفي وژنو مخه ونیسي.

د اړوندې موضوع په اړه مدني فعالانو د مرغومي په ٣٠ مه کابل کې خبري ناسته جوړه کړې وه.

په دې ناسته کې مدني فعالې ترنم سعیدي وویل چې هره ورځ په بېلابيلو نومونو خلک د هدفي وژنو ښکار کيږي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

هغې نيوکه وکړه: ((څلور میاشتي کیږي چې د سولې خبرې روانې دي، خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې او هره ورځ خلک وژل کیږي.))

مېرمن سعیدي زیاتوي، ځینې خلک غواړي چې په هدفي وژنو سره د مدني فعاليتونو مخه ونيسي، خو حکومت باید په دې اړه څېړنه او جدي مخنيوي يې وکړي.

دغه راز بل مدني فعال جواد میریان وویل چې د خبریالانو او مدني فعالانو وژنې بايد يواځې په فیسبوکي غندنو خلاصه نه شي، بايد حکومت د دغو ځنځيري وژنو مخنيوى وکړي.

ده ټينګار وکړ چې حکومت دې د هدفي وژنو مخنیوي وکړي او د خبريالانو او مدني فعالانو د ځان او مال امنيت دې خوندي کړي.

همدارنګه بل مدني فعال شهرام رحماني وویل چې د هدفي وژنو اصلي لاملونه او هغه کسان يې چې تر شاه يې لاس لري بايد معلوم شي.

رحماني وايي، د وژل شويو خبریالانو او مدني فعالانو دوسیې دې ژر تر ژره وڅېړل شي او نړیواله ټولنه دې هم په دغه برخه کې همکاري وکړي.

يو شمېر نورو مدني فعالانو هم ورته څرګندونې وکړې او د ناستې په پاى کې يې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي چې د خبریالانو او مدني فعالانو وژنونکي ترهګر دي او دغه ډول وژنې په کلکو ټکو غندي.

په پرېکړه ليک کې زياته شوې چې دغه ډول وژنې نه شي کولاى د مدني فعاليتونو مخه ونيسي، دوى به خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکوي.

پرېکړه لیک کې راغلي چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه دې د مدني فعالانو او خبریالانو وژنې وڅېړي او عاملین دې هم په تور لېست کې شامل کړي.

د يادو مدني فعالانو په پرېکړه لیک له وسله والو طالبانو د اور بند غوښتنه شوې او ويل شوي چې د بې ګناه خلکو وژل بايد نور پای ومومي.

د يادونې ده چې په تېر شاوخوا درېيو مياشتو کې د مدني فعالانو ترڅنګ يواځې شپږ خبريالان په کابل او ولايتونو کې وژل شوي دي.

Views: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version