ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه د وروستي کېدو لپاره له اړوندو ټاکنیزو لوریو سره شریکه شوه

20 Jan 2021 - 18:05
20 Jan 2021 - 18:05

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۹): ټاکنیزو کمېسیونونو د ټاکنو په ملي ناسته کې د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه وړاندې کړه او اړوند لوریو د یاد قانون د تعدیل لپاره د ګټورو طرحو د شریکولو غوښتنه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیونونو نن د ټاکنو قانون د تعدیل اړوند ملي مشورتي ناسته کې چې د سیاسي ګوندونو او اړوند بنسټونو یو شمېر مسوولانو هم ګډون درلود د کمېسیونونو له خوا ترتیب شوې طرحه وړاندې کړه او د ښکېلو لوریو د طرحو د شریکولو غوښتنه یې وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله دې ناستې ته وویل، وړاندې شوې طرحه وروستۍ نه ده بلکې د اړوندو لوریو نظرونه او طرحې هم په کې ځای پر ځای کېږي.

هغه زیاته کړه: ((اوسني نظرونه بس نه دي او هغه کسان چې په ناسته کې ګډون لري د خبر تر اورېدو وروسته کولای شي عدلیې وزارت ته د دغې طرحې د لېږلو تر مرحلو او ان له عدلیې وزارت، د وزیرانو شورا د تقنیني برخې او ولسي جرګې له تقنیني برخې سره د کار په جریان کې خپلې طرحې موږ یا اړوند مراجعو ته ولېږي، د طرحو د ځای پر ځای کېدو او عملي کېدو امکان یې شته دی.))

د ټاکنو کمېسیون سرپرست او مرستیال عصمت الله مل هم وویل، د ټاکنو قانون تعدیل ته اړتیا لري او په دغه بهیر کې د اړوندو لوریو د نظرونو شریکول مهم و ضروري دي.

نوموړي په ټاکنیزو بهیرونو کې د اړوندو ادارو له استازو وغوښتل چې له تېرو ټاکنو څخه په درس اخیستو د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه خپل نظرونه شریک کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهرې بیان د ناستې ګډونوالو ته په خطاب وویل، د ټاکنو قانون په تعدیل کې د اصلاحي وړاندیزونو شریکول ګټور تمامېږي.

مېرمن شینوارې دې ته په اشاره چې ټاکنیز کمېسیونونه د ټاکنو قانون د تعدیل په خاطر په ټاکنو کې د ښکېلو لوریو نظرونو ته اړتیا لري زیاته کړه: ((له تېرو ټاکنو څخه ترلاسه کړو تجربو ته په کتو «په راتلونکي کې د ټاکنیزو بهیرونو» د ښه کېدو لپاره خپل نظرونه له موږ سره شریک کړئ.))

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړي او ویاند محمد قاسم الیاسي د موجوده کلمو مبهم والی، د درغلۍ او سرغړونې د مخنیوي لپاره د رایې ورکوونکو د نوملړ تعریف، د ټاکنیزو الکترونیکي کېدل، د نوماندانو کمېدل، د نوماندانو سرغړونو ته په پام د جریمې کموالی او … اساسي تعدیلات وبلل او په ټاکنو قانون کې د یادو او نورو مواردو د حل لپاره یې د طرحې د شریکولو غوښتنه وکړه.

 

 

د اسلامي حرکت ګوند غړي خان زمان مدبر د ټاکنو قانون د تعدیل په برخه کې د ټاکنیزو کمېسیونونو اقدام وستایه او ويې ویل، په دغه قانون کې تعدیل یوه اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا وړاندې شوې طرحې ننګونې کموي او د ټاکنو پایلې قانوني کوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) وايي چې عدلیې وزارت ته د ټاکنو قانون جامع طرحه سپارل شوې ده.

د دغه بنسټ د مسوولینو په خبره، په تازه وړاندیز شوې طرحه کې دې د ټاکنیزو کمېشنرانو شمېر له اووه څخه پنځو تنو ته کم شي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون جوړښت دې موقت شي، ځکه د دغه کمېسیون دایمي جوړول له مالي اړخه ډېر مصرف لري او اړتیا نشته چې دوامداره فعالیت دې ولري.

دغه بنسټ وايي، د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشرانو شاوخوا دوه کاله مخکې ټاکنې یو سیاسي تصمیم و او له جزيیاتو پرته یې وویل، په نوې طرحه کې د کمېشنرانو د ټاکنو ډول بدل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د روان کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې دوه کاله وروسته د ټاکنو قانون د تعدیل تقنیني قانون په داسې حال کې اجنډا کې شامل کړ چې په پایله کې رد شوه.

ولسمشر د ۱۳۹۸ کال په کب میاشت کې تقنیني فرمان په صادرولو د ټاکنو قانون تعدیل کړ. د ټاکنیزو کمېسیونونو (ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون) اوسني کمېشنران یې هم د یو فرمان له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له خوا وټاکل شول.

د اساسي قانون د ۷۹ مې مادې له مخې، ولسي جرګې باید د همغه کال له ژمنیو رخصتیو وروسته په خپله لومړنۍ ناسته کې د یاد فرمان په اړه تصمیم نیولای وای، خو د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې د روان کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې اجنډا ته شامل کړ.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version