ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په ارغنداب کې ۳۸ وسله وال وژل شوي

24 Jan 2021 - 13:52
24 Jan 2021 - 13:52

کندهار (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): امنيتي مسوولين وايي چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې ۳۸ وسله وال وژل شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحیی علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونو وسله والو طالبانو غوښتل د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شول.

هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بریدونو کې چې د فعالې دفاع په چوکاټ کې ترسره شول، ۳۸ وسله وال ووژل شول.

د ده په خبره، د عملیاتو په پایله کې د دغې ولسوالۍ دوه سیمې شوین او بابر د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې او لا هم دوام لري.

دی وايي، د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د وسله والو یوه اندازه وسلې، ۵ پټنځایونه او ۲ کمېنونه له منځه وړل شوي دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په یادو شوو سیمو کې د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوي ۱۷ کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېرې ورځې راهیسې په ارغنداب ولسوالۍ کې یو ځل بیا جګړې پیل شوي چې د هوايي بریدونو او چاودنو غږونه ان په ښار کې هم اورېدل کېږي.

د کندهار ښار شمال ته د شاوخوا ۱۰ کیلومتره په واټن دغه ولسوالۍ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د جګړو شاهده ده چې سلګونه کورنۍ یې د جګړو له امله کندهار ښار ته په کډې کولو مجبور شوې دي.

امنیتي چارواکي وايي، په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې پراخ عملیات روان دي او ژر به دا ولسوالۍ د وسله والو له شتون څخه پاکې شي.

Views: 189

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version