ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ارغنداب کې پر یو موټر بم د هوایي برید له امله ۱۱ وسله وال وژل شوي

چارواکي: ارغنداب کې پر یو موټر بم د هوایي برید له امله ۱۱ وسله وال وژل شوي

author avatar
3 Apr 2021 - 10:44
چارواکي: ارغنداب کې پر یو موټر بم د هوایي برید له امله ۱۱ وسله وال وژل شوي
author avatar
3 Apr 2021 - 10:44

کندهار (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۰): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې عملیات شوي چې پر مهال یې د هوايي ځواک له خوا یو موټر بم په نښه شوی او ۱۱ وسله وال په کې وژل شوي دي.

پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ د جوی لاهور او تابین سیمو تر منځ شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونیار غورځنګ افریدي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو په یوه هاموې موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي.

هغه زیاته کړه، له موټر بم سره ۱۱ تنه بریدګر هم مله وو چې د هوايي برید په پایله کې په نښه شو.

دی وايي، له برید سره لویه چاودنه رامنځته شوې او موټر بم له یوولسو وسله والو سره یو ځای له منځه یووړل شو.

چاودنه دومره درنه وه چې له ارغنداب شاوخوا ۱۰ کیلومتره لرې په کندهار ښار کې هم اورېدل شوې.

بل خوا د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند ډګرمن خواجه یحیی علوي وايي چې د امنیتي ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملیاتو کې موټر بم له منځه وړل شوی او ۱۸ وسله وال وژل شوي دي.

ده پژواک ته وویل، د موټر بم په له منځه وړلو سره د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ سختې جګړې روانې دي چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه او کندهار ښار ته کډوالې شوې دي.

امنیتي چارواکي وايي، د دوی عملیات روان دي څو یادې شوې ولسوالۍ له وسله والو پاکې شي.

Views: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.