ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه: طالبان د هدفي وژنو مسوولين دي

31 Jan 2021 - 13:07
31 Jan 2021 - 13:07

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٩) : اروپايي ټولنې، د ناټو سازمان او په کابل کې مېشتو يو شمېر سفارتونو ويلي چې د افغانستان د وروستيو هدفي وژنو تر شا د وسله والو طالبانو لاس دى.

خو وسله والو طالبانو تر دې مخکې دا ډول ادعاوې رد کړې دي او په خپله يې ادعا کړې چې د دې ترشا د استخباراتو لاس دى.

په کابل کې د اروپايي ټولنې، ناټو امريکا، استراليا، کاناډا، چک جمهوريت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، هالنډ،اسپانيا، سويډن، انګلستان ، جرمني او  ايټاليا هېوادونو له خوا په يوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، ټول ترورونه، سړي تښتونې، د بنسټيزو زېربناوو ويجاړول چې زيان يې نېغ په نېغه ولس ته رسېږي، په کلکه غندي.

سرچينې زياته کړې، دوى د روان تاوتريخوالي، مدني، قضايي، رسنيزې، مذهبي، روغتيايي، دولتي ملکي استازي، چې د يو سوله ييز او هوسا افغانستان لپاره اړين دي، متوجه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، وسله وال طالبان د هدفي وژنو د ډېرو پېښو مسووليت پر غاړه لري او د دوى دا ډول بريدونه دولتي ادارې کمزورې او ديوه نا امنه چاپيرال له رامنځته کېدو سره مرسته کوي.

د سرچينې په وينا، د نا امنه چاپيريال رامنځته کېدو سره ترهګرې او جنايتکاره ډلې کولى شي په ازاده توګه فعاليتونه ترسره کړي.

په ګډه خبرپاڼه کې له افغان دولت څخه غوښتل شوي چې د دغو بريدونو په تړاو په شفافه توګه څېړنې وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، هغه کسان چې د افغانستان د خلکو په وړاندې تاوتريخوالى ترسره کوي، پېژندل کېږي او محاکمه کېږي.

سرچينې زياته کړې چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د زېربناوو په جوړولوکې پراخې مرستې او پانګونه کړې دي او د طالبانو له خوا د دغو زېربناوو ړنګول په کلکه غندي.

اروپايي ټولنې، ناټو او دغو هېوادونو په خپلې ګډې خبرپاڼه کې ويلي چې افغانان له تېرو څو لسيزو جګړو څخه کړيږي او د دغو زېربناوو ړنګولو سره چې د کرونا له امله ډېر ځپل شوي، نور يې هم ژوند له ګواښونو او زيانونو سره مخ کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي : (( طالبان بايد پوه شي چې د دوى دغه ډول کړنې نړۍ په غوسه کوي،که سوله په افغانستان کې ټينګيږي، دغه تاوتريخوالى بايد پاى  ومومي.))

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې نړيواله ټولنه د هغه چا ترڅنګ دريږي چې ديوې سياسي هوکړې له لارې د جګړې پاى ته رسولو ته ژمن دي، سوله د يوداسې هېواد تضمين وړاندې کوي چې ځواکمن، يو موټى او ديموکراتيک وي او له خپلو ګاونډيانو سره سوله ييزې اړيکې ولري، د بشر حقونو پرمختيا او د تېرو ١٩ کلونو اقتصادي لاسته راوړنو ساتنه وکړي.

سرچينې زياته کړې : (( موږ تمه لرو چې طالبان تاوتريخوالى، د حياتي زېربناوو ويجاړولو ته د پاى ټکي په ايښودلو او سولې ته په ژمنتيا سره، د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه  خپل ملاتړ وښيي.))

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version