ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت د ناامنیو په اړه د نړيوالې ټولنې اعلاميه ستایلې خو طالبان یې ناسمه بولي

1 Feb 2021 - 11:37
1 Feb 2021 - 11:37

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٩): د افغانستان حکومت د نا امنيو په اړه د نړيوالې ټولنې اعلاميه ستایلې ده  خو طالبانو یې له حقیقته لرې بولي.

پرون اروپايي ټولنې، ناټو او په کابل کې مېشتو يو شمېر سفارتونو په يوه ګډه اعلاميه کې وروستۍ هدفي وژنې او د زېربناوو ويجاړول په کلکه وغندل او په ډاګه يې کړه چې طالبان په ډيری دغو بريدونو کې لاس لري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالې ټولنې د یادې اعلاميې هرکلى کړى دى.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان دولت د اوربند، تاوتريخوالي کمولو او تلپاتې سولې لپاره ژمن دى او د دغه هدف لپاره یې ټول لازم اقدامات کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې د افغانستان دولت په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې او هېوادونو له مرستو او همکاريو منندوی دى.

بلخوا د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ځينو اروپايي او نورو هېوادونو استازو د يوې اعلاميې په ترڅ کې پر طالبانو بې اساسه تورونه پورې کړي چې ګواکې بې موجبه جنګ ته دوام ورکوي، ملکي خلک وژني، عام المنفعه ځایونه ویجاړوي او په هدفي وژنو کې لاس لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان دا ډول تورونه ردوي.

سرچينې زياته کړې، کوم تورونه چې دوی لګولي، حقیقت نه لري، طالبان د ملکي خلکو په هېڅ ډول وژنو کې لاس نه لري، په هېڅ ځای کې يې عام المنفعه تأسیسات له منځه نه دي وړي؛ بلکې د عام المنفعه تاسيساتو ژغورنه او ساتنه خپل مسووليت ګڼي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((له پيله د طالبانو تګلاره دا ده چې ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې هوارې شي؛ په افغانستان کې د روان بحران اصلي او د لومړۍ درجې عامل بهرنی اشغال دی چې له امله يې پوره شل کاله افغانان ووژل شول. ))

طالبانو ويلي، د ډېر تأسف ځای دا دی چې په تېرو شل کلنو غمیزو، ورانیو، بمبارونو، وژنو او ډول ډول جنایاتو کې د اروپايي ټولنې په ګډون اکثر هېوادونه مخامخ يا بالواسطه ښکېل وو او ځيني يې لا هم هڅه کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو شتون تمديد شي او روانه جګړه لا هم دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((دا چې موږ د مذاکراتو او تفاهم خبره کوو، بايد څوک ورڅخه ناوړه استفاده ونه کړي او نه يې هم باید څوک زموږ د کمزورۍ دلیل وبولي.))

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version