ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيند ته د کرولا موټر د لوېدو له امله څلور کسان مړه شوي

5 Feb 2021 - 13:18
5 Feb 2021 - 13:18

جلال اباد (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٩) : د کابل – جلال اباد پر لويه لاره يو کرولا موټر سيند ته لوېدلى چې له امله يې څلور کسان مړه شوي دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د سلواغې په ١٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار

اته نیمې بجې د کابل _ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان ولايت د قرغیو ولسوالۍ اړوند اوریاخېلو پمپ سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، يو کرولا موټر چې له کابل څخه جلال اباد ته روان و، سيند ته لوېدلى چې له امله يې څلور کسان مړه او يوتن په ټپي حالت کې له سيند څخه را ايستل شوى دى.

دى وايي چې ټپي روغتون ته لېږدول شوى او د نورو جسدونو د ايستلو هڅې روانې دي.

د دولتزي په وينا، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

Views: 225

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version