ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهار څخه ډيلي او دوبۍ ته د الوتنو پيلولو هڅې پيل شوې دي

5 Feb 2021 - 11:54
5 Feb 2021 - 11:54

کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٩) : د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د کندهار له احمد شاه بابا نړيوال هوايي ډګر څخه ډيلي او دوبۍ ته يې د الوتنو د بيا پيل لپاره يې هڅ پيل کړې دي.

ددغې ادارې له خوا د سلواغې په ١٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رييس ډاکتر محمد قاسم وفايي زاده د اريانا افغان هوايي شرکت له مسوولينو سره د ليدنې ترڅنګ له کندهار څخه دوبۍ او ډيلي ته د اريانا افغان او نورو هوايي شرکتونو د الوتنو د بيا پيلېدو په اړه خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې چې د پروازونو د معيارونو رييس او د ملکي هوايي چلند د هوايي ډګرونو رييس هم شتون درلود ، د اريانا افغان هوايي شرکت مسوولينو ژمنه وکړه چې د امکاناتو په برابرولو سره به يادو شويو ښارونو ته الوتنې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د کرونا ويروس د خپرېدو او قرنطين له امله متحده عربي اماراتو او هندوستان ته الوتنې ځنډول شوي چې له سره بيا نه دي پيل شوي.

Views: 375

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version