ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د علومو اکاډمي څېړونکي: د جګړې ښکېل لوري دې له نرمښته کار واخلي او اوربند دې وکړي

7 Mar 2021 - 16:53
7 Mar 2021 - 16:53

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۹): د علومو اکاډمي پوهان او څېړونکي وايي، د سولې په اړه له رامنځ ته شوي فرصت څخه دې پوره استفاده وشي او د جګړې ښکېل لوري دې له نرمښته کار واخلي، اوربند دې وکړي او ملي ګټو ته دې په شخصي او ډله ييزو ګټو لومړيتوب ورکړي.

د علومو اکاډمي د بشري علومو او د اسلامي علومو معاونیتونو له خوا د هېواد وضعیت ته په کتو، د اوسني بحران د حل لارو د پیدا کولو او د سوله ییز فکر د عامولو په خاطر د «افغان سوله؛ خنډونه او حل لارې» په نوم یو ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار نن (یکشنبه) ترسره شو.

په سيمينار کې د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزی وویل:” سوله زموږ د ټولنې له اړینو ضرورتونو څخه ده، نو ځکه د داسې سیمینار جوړېدل یوه ضروري چاره ده، جنګ د فرهنګي تأسیساتو ویجاړېدل دي، بې رحمي، بې عدالتي او انسان وژنه ده او د ټولو انساني کړنو خلاف عمل دی”.

د نوموړي په وینا، د جنګ له امله زموږ مستعد شخصیتونه یا ترور شوي او یا هم له هېواد څخه بهر کډوال شوي دي. هره ورځ په سلګونو افغانان د دې نیابتي جګړې له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.

ده زياته کړه، سوله د بشري نظام اساسي اصل دی، نو په دوحه کې د دواړو غاړو مرکچیانو ته په کار ده چې د افغانستان د سياسي، اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي وضعیت د خوندي ساتلو او د افغانانو وژنو ته د پای ټکي ایښودلو په موخه سره لاسونه یو کړي تر څو زموږ هېوادوال له بدبختۍ څخه خلاص شي.

د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې مرستیال څېړنوال برهان الله نیازي وویل، له څلورو لسیزو راپدېخوا جګړو پر افغانانو ناوړه اغېزه کړې، انسانان باید خپل ژوند په مسالمت آمېزه توګه تېر کړي ترڅو خوشبختیو ته ورسیږي.

د هغه په خبره، په ژوند کې باید تنازل په نظر کې ونیسو او د سولې د راتګ لپاره تنازل مهم اصل دی؛ لکه څرنګه چې انسانان اوبه، خوراک او تنفس ته اړتیا لري، هماغسې سولې ته هم اړتیا لري او موږ افغانان خو سولې ته تر ټولو زيات ضرورت لرو.

ورپسې څېړنوال عبدالوهاب عابد د (سولې ته اړتیا)، څېړندوی عبدالرحمن عادل (د سولې په وړاندې خنډونه) او څېړندوی محمد حامد مصلح (د سولې حل لارې) په نومونو خپلې علمي- څېړنيز بحثونه تر سره کړل.
د سيمينار په وروستيو کې د سولې اړوند د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول او په پای کې يې لاندې مواد د سیمینار د پرېکړه لیک په توګه تصویب کړل او اړوندو برخو ته يې پیشنهاد کړل.

په پرېکړه ليک کې راغلي، له کلونو ورورسته په سوله ییزه توګه د افغانستان د غمیزې د پای ته رسېدلو ښه فرصت رامنځ ته شوی دی، نو ټولو افغانانو او دخیلو جهتونو ته وړاندیز کېږي چې له اخلاص څخه کار واخلي او له رامنځته شوي فرصت څخه پوره ګټه واخلي.

په پرېکړه ليک کې د جګړې له ښکېلو لورو څخه غوښتنه شوې چې له نرمښت څخه کار واخلي او سوله ییزه ژبه وکاروي او داسې اهداف تعیین شي چې موږ تلپاتې سولې ته ورسوي. دغه راز د جګړې دواړو لورو ته وړاندیز شوی چی د سولې د راتګ او تحقق لپاره له امتیاز غوښتلو تېر شي او له هغو کړنو چې د سولې پروسه له خنډونو سره مخامخ کوي، ډډه وکړي، ترڅو د دردېدلي ملت دا ستر ارمان پوره شي.

په پرېکړه کې زياته شوې، د سولې د راتګ او د اعتماد د منځته راتګ لپاره تر ټولو مهم کار په هېواد کې د سرتاسري اوربند ټینګېدل دي، نو د جګړې له دواړو طرفونو غوښتنه کېږي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتګ لپاره اوربند وکړي او د نورو وینو د تویېدلو مخنیوي وشي.

په پرېکړه ليک کې د جنګ ښکېلو لورو او سیاسي جریانونو ته پیشنهاد شوی چې په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره ملي ګټو ته په شخصي او ډله ییزو ګټو لومړیتوب ورکړي او د یو بل حقوقو ته درناوی وکړي.

دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وړاندیز شوی چې د جوماتونو له لارې او له نورو اړوندو ادارو، لکه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت او د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتنه کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې غوښتنې د روحیې د پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه او کنفرانسونه جوړ کړي.

 

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version