ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې شپږ دولتي مامورین د فساد په جرم په بند محکوم شول

14 Mar 2021 - 13:52
14 Mar 2021 - 13:52

ترينکوټ ( پژواک، ۲۴ کب ۹۹) د اروزګان د استیناف محکمې د يوې علني غونډې پر مهال د دغه ولايت د بېلابېلو ادارو شپږ مامورين د بډې اخيستو په جرم په ١٣ مياشتو بند محکوم کړل.

د اروزګان د محاکمو رييس قضاوتيار عطاءلله عطاء وايي چې د بېلابېلو ادارو دغه اووه کارکوونکي څو مياشتې وړاندې د ملي امنیت رياست له خوا د رشوت پيسو د وېش پر مهال لاس په لاس نيول شوي وو.

هغه زياته کړه، دوى د ولایت مقام، مستوفیت، امنيې قوماندانۍ او ښځو چارو ریاست اړوندو ادارو کار کوونکي دي.

د محاکمو رييس وايي، د يادو دولتي مامورینو دوسیه تردې وړاندې ښاري محکمې ته تللې وه، چې د اسنادو او شواهدو په کتو هغوی هر يوه ته يې د يو کال او يوې میاشتې بند حکم کړی و.

د قضاوتيار عطاء په وينا، له يادو اووه تنو څخه شپږ تنو يې د محکمې پرېکړه منلې وه، خو يوتن يې د استيناف غوښتنه کړې وه.

ده زياته کړه، نن په علني محکمه کې د يادو اووه کسانو په تړاو د ښاري محکمې پرېکړه يې تاييد کړه.

د استيناف رييس وايي، د ولايت مقام مامور ته يې ځکه برائت ورکړ چې هغه له ملي امنيت او کشفي ارګانونو سره په دې قضيه کې همکاري کړې وه.

په بند محکوم شويو کسانو او د هغوى مدافع وکيل د ښاري محکمې پر پرېکړې قناعت کړى و، خو شکايت يې وکړ، چې د نيول کېدو پر مهال په نظارت خونه کې ورسره بد چلند او غير قانوني اسناد پرې لاسليک شوي وو.

د دوى مدافع وکيل جميل الرحمن محکمې ته وویل، پر هغوى (موکلينو) د ملي امنیت ریاست نظارت خونه کې نه يوازې غيرقانوني اسناد لاسليک شوي، بلکې وهل او ډبول شوي او په مرګ هم ګواښل شوي دي.

Views: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version